نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره ورځ د ښورابک ولسوال مولوي شمسالله په مشرۍ ددې ولسوالۍ په انګړ کي د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پرمهال یې د ښورابک امنیه قومندان مولوي خیرمحمد، د ښورابک د استخباراتو رئیس قاري ګلبدین، د ښورابک د معارف رئیس حافظالله داد، د ښورابک د زراعت رئیس مولوي نیازمحمد او ددې ولسوالۍ د […]
تېره ورځ د ښورابک ولسوال مولوي شمسالله په مشرۍ ددې ولسوالۍ په انګړ کي د اداري مجلس غونډه جوړه سوه، چي پرمهال یې د ښورابک امنیه قومندان مولوي خیرمحمد، د ښورابک د استخباراتو رئیس قاري ګلبدین، د ښورابک د معارف رئیس حافظالله داد، د ښورابک د زراعت رئیس مولوي نیازمحمد او ددې ولسوالۍ د یوشمېر نورو ملکي، قضائي او امنیتي ادارو مسئولینو حضور درلود.
غونډه چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره راپيل سوه، په پيل کي د ښورابک ولسوال مولوي شمسالله لومړی د ټولو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې د اداري غونډي پر اهمیت خبري وکړې او دا یې د کارونو د پرمختګ، همږغۍ راوستلو او ستونزو لیري کولو په برخه کي مهم ګام یاد کړ.
وروسته غونډه کي د ټولو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو د تېري میاشتي راپور د ښورابک له ولسوال سره شریک کړ، چي د ټولو مسئولینو راپور له لاسته راوړنو، آبادیو او ښه امنیت څخه برخمن و.
همدار راز غونډه کي پر دې ټینګار وسو، ترڅو د کارونو د پرمختګ لپاره باید ټولي نظامي او ملکي ادارې سره همږغي وي او پوره همکارۍ له یو بل سره وکړي.
جمعه: ۱۳۴۳/۵/۱۹
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.