هلمند محبس څخه ۲۱۸ تنه بنديان خوشي کړی شول

نن د پنج شنبې په ورځ د  هلمند محبس څخه ۲۱۸ بندیان په داسي حال کې خوشي سول چې د ولایت مقام مرستیال محترم حزب الله مولوي صاحب، ژورنالیستانو، علماو کرامو، او ګڼ شمېر د بندیانو دوستان او خپلوانو ګډون درلود. یاد بندیان چې په بیلا بیلو نشیې توکو روږدي وه تر څلورو میاشتو روزنې […]

نن د پنج شنبې په ورځ د  هلمند محبس څخه ۲۱۸ بندیان په داسي حال کې خوشي سول چې د ولایت مقام مرستیال محترم حزب الله مولوي صاحب، ژورنالیستانو، علماو کرامو، او ګڼ شمېر د بندیانو دوستان او خپلوانو ګډون درلود.

یاد بندیان چې په بیلا بیلو نشیې توکو روږدي وه تر څلورو میاشتو روزنې او تداوۍ  وروسته نن د خپلو کورنیو سره په داسي حال کې یو ځای سول چې دیني زده کړي ورکول سوي وې.

د بندیانو د خوشي کېدو په مناسبت جوړه سوې غونډه د قران کریم په مبارکو ایاتونو پیل سوه.

د غونډي په پیل کې د ولایت مقام مرستیال محترم حزب الله مولوي صاحب خبري وکړې او زیاته یې کړه چې یاد کسانو په بېلا بیلو جرمونه لاس پوري کاوه په ښارونو کې د دوکاندارانو، کورونو، او مساجدو کې غلاوي کولې،
محترم مولوي صاحب زیاته کړه چې د اسلامي امارت مشرانو پرېکړه وکړل چې په نشیي توکو روږدي کسان باید ونیول سي او محبس کې د تداوۍ ترڅنګ هغوی ته اصلاحي او اسلامي زده کړې ورکړل سي.

د ولایت مقام مرستیال د هلمندي ولسونو څخه غوښتنه وکړل چې د شکمنو کسانو او دهغه کسانو چې غیري شرعي کړني ترسره کوي د هغوۍ په موندلو او د قانون منګلو ته په سپارولو کې د ولایتي ادارې سره همکاري وکړئ.

د هلمند  محبس مدیر محترم عاطف صاحب  د زندانیانو د خوشي کېدو پر مهال هغوۍ ته د خوشي کېدو د مبارکۍ ترڅنګ وویل چي نور د دې ناوړه او کرغېړنو توکو د اسعتمال څخه لاس واخلۍ او د خپلو کورنیو سره په ارامه فضا کي د خوښۍ ژوند تېر کړۍ.

ښاغلي عاطف وویل چي زندان د دې لپاره دی چې انسان پر تيرو بې رحمانه، بدو او بې ځایه کړونو  پښېماني څرګنده کړي او د یوه نوي خوشحاله او ښه ژوند لپاره امادګي ونیسي او ټول هغه زندانیان چي د زندان څخه خوشي کېږي باید چې نور د کرغېړنو اعمالو څخه ځانونه او په دغسي اعمالو د ککړو خلکو مخنیوی وکړي.

خوشي سوو بندیانو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چي نور به هیڅکله د قانون خلاف کارونه ونه کړي او هغه ملګري او دوستان، چي یې په کوم کرغېړن عمل اخته وي د ایله کېدو سره سم به یې مخنیوی وکړي او دوی ته به د ښه ژوند لاره وښیي.

دوی زیاته کړه چې د مور، پلار، اولادونو او نورو دوستانو څخه لیري او د څلورو دېوالونو په دننه کې ژوند ډېر ګران دی او دې تنهایي ورته وښودله چي نور د ښه ژوند لاره اخیتار کړي او د نشیې توکو د کارولو څخه لاس واخلي.

د یادوني وړ ده چې په نشیې توکو روږدي په سلګونه کسان د تداوۍ په موخه هلمند محبس کې د ژوند شپې او ورځي تېروي.

نېټه؛۱۴۴۳/۵/۱۹ هـ ق