نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د فراه ولایت مقام د غونډو په تالار کې یاده ناسته ترسره شوه، په غونډه کې د فراه ولایت د والي ښاغلي روحاني صاحب په ګډون د ګڼو ریاستونو رئیسانو، امنیه قوماندان، د والسوالیو امنیه قوماندانانو، والسوالانو او خبریالانو ګډون درلود. غونډې ته لومړی د استناف محکمې رئیس ښاغلي مولوي صاحب محمدګل “صیاد” خبري وکړي، […]
د فراه ولایت مقام د غونډو په تالار کې یاده ناسته ترسره شوه، په غونډه کې د فراه ولایت د والي ښاغلي روحاني صاحب په ګډون د ګڼو ریاستونو رئیسانو، امنیه قوماندان، د والسوالیو امنیه قوماندانانو، والسوالانو او خبریالانو ګډون درلود.
غونډې ته لومړی د استناف محکمې رئیس ښاغلي مولوي صاحب محمدګل “صیاد” خبري وکړي، ده د مجاهدینو قربانۍ او مورال وستایل.
ورپسې د ولایت مقام مرستیال مولوي صاحب عبدالکریم “جهادیار” خبري وکړي، ده د نظام او مجاهدینو د پرمختګ په اړه وینا وکړه، جهادیار لومړی د اسلامي امارت له مشرانو څخه د صفونو د تصفیې کمیسونونو د جوړولو په پار مننه وکړه، ده له ټولو مسؤلینو څخه د صفونو پر تصفیې باندې ټینګار وکړل، زیاته یې کړه، چې قربانۍ همدې مجاهدینو ورکړي دي، بل چاته د ځای او ورکړي حق نه ورکول کېږي، موږ باید یوازې او یوازې د الله (جل جلاله) لپاره کار وکړو، که چیرته ستونزې پیښېدي، د ولایت مقام په مشوره به حل کېږي.
مرستیال والي جهادیار په دنده د نویو ګمارل شویو او له دندو د ګوښه شویو یا هم تبدیل شویو کسانو نوملړ وړاندې کړل.
د غونډې اخیرنۍ وینا او ارزیابې د فراه ولایت د والي ښاغلي روحاني صاحب له خوا ترسره شوه، ده لومړی د مجاهدینو پر تجربو باندې خبرې وکړي او ویې ویل، چې د مشرانو مجاهدینو تجربه، خوارۍ او قربانۍ د کشرانو مجاهدینو په پرتله زیاتې دي، نو که چیرته یو څوک نوی په دنده ګمارل، تبدیل یا ګوښه کېږي، باید له زغم او صبر څخه کار واخلي، ده همدارنګه ټولو مسؤلینو ته په خطاب سره وویل، چې تاسو هر یو مسؤل یاست او باید چې خپلو درکړل شویو مسؤلیتونو ته وفادار، چوپړوال او رښتیني اوسئ، د مشرانو، ملګرو، شهیدانو او یتیمانو له قربانیو سره به خیانت نه کوئ، بلکې د دوی ټولو حقوقو ته به په درناوي سره خپلې دندې ترسره کوئ.
ښاغلي روحاني دنده ورکول، له دندې تبدیلول یا ګوښه کول، یو اصل او ازمایښت وبلل او زیاته یې چې هر مسؤل او غیر مسؤل کس په دنده او له دندې د باندې ازمویل کېږي، چې په واک او غیر واک کې یې توپیر په ګوته شي، ده همدارنګه وویل، چې ټول خپلو ادارو او اداري وسایلو، تجهیزاتو، اړتیاو او نورو…. ته پاملرنه وکړئ.
د فراه ولایت والي ښاغلي روحاني د خپلو خبرو په اخیرنۍ برخه کې مجاهدینو ته د لویې لارې په اوږدو کې موټرانو ته په نه ختلو او باور باندې ټینګار وکړل.
غونډه د ښاغلي عثماني صاحب په دعائیې سره پایلې ته ورسیده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.