د افغانستان د اسلامي امارت زعیم امیر المومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبة الله حفظه الله تعالی له ګڼ شمېر علماؤ سره وکتل

د افغانستان د اسلامي امارت زعیم امیر المومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبة الله حفظه الله تعالی دګڼ شمیر علمائ کرامو سره وکتل: تیره ورځ غرمه امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د یوې غونډي په ترڅ کي د مختلفو سیمو د ګڼ شمیر جیدو علمائ کرامو سره لکه شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم ابوالمغفور صاحب، شیخ […]

د افغانستان د اسلامي امارت زعیم امیر المومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هیبة الله حفظه الله تعالی دګڼ شمیر علمائ کرامو سره وکتل:

تیره ورځ غرمه امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د یوې غونډي په ترڅ کي د مختلفو سیمو د ګڼ شمیر جیدو علمائ کرامو سره لکه شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم ابوالمغفور صاحب، شیخ الحدیث مولوي اخترمحمد زعفراني صاحب، شیخ الحدیث مولوي نظرمحمد افغاني صاحب، شیخ الحدیث مولوي محمدعمر خطابي صاحب، شیخ الحدیث مولوي ابوالفیض صاحب شیخ الحدیث مولوي حسن جان صاحب همدارنګه د شاولیکوټ ولسوالۍ شیخ الحدیث مولوي عبدالهادي صاحب، دښوراوک ولسوالۍ شیخ الحدیث مولوي علاء الدین صاحب، دارغستان ولسوالۍ مولوي عبدالصمد صاحب او داسي نورو علمائ کرامو سره وکتل چي شمېر یې تر پنځوس زیات وو
د لیدني پر مهال لومړی د ښار او ولسوالیو څخه راغلیو علمائ کرامو په خپل واره سره خپلي مهمي خبري وکړي وروسته محترم امیرالمومنین حفظه الله تعالی د غونډي ګډونوالو ته لومړی د دې سترو فتوحاتو مبارکي وویله هر اړخیزه او ارزښناکه وینا وکړه شیخ صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کي راغلیو علمائ کرامو ته وویل چي په هماهنګي او اتفاق سره د خلګو خدمت وکړئ خپل منځي اختلافات له منځه یوسئ. وروسته علمائ کرامو په خپل وار سره خپل نظرونه او د خپلو سیمو ستونزي د ا.ا.امارت د مشرتابه حضورته وړاندي کړې. چي د ا.ا.ا زعیم شیخ صاحب حفظه الله د اوریدلو وروسته د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چي علماء کرام هر وخت هر مشکل او نظر موږ ته راروسولی سئ او موږ ستاسو مشورو او د ښې حکومتولۍ په اړه ښه نظرونه اخلو او عملي کوو یې. غونډه د دعاء په لوستلو سره پایته ورسیده.

چهارشنبه/۱۷/۵/۱۴۰۰/ه ق