دیوې اونۍ په ترڅ کې، د فراه ښار له بیلا بېلو هټیو څخه څه باندې شپږ ټنه تر تاریخ تیر خوراکي او غیري خوراکي راټول او هټۍ وتړلې شوې.

دیوې اونۍ په ترڅ کې، د فراه ښار له بیلا بېلو هټیو څخه څه باندې شپږ ټنه تر تاریخ تیر خوراکي او غیري خوراکي راټول او هټۍ وتړلې شوې. د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست، رئیس ښاغلي ډاکټر مزمل وویل، چې زموږ د ریاست د چاپیریال روغتیایې مدیریت او ښاروالي ریاست، د څارنې ټیم […]

دیوې اونۍ په ترڅ کې، د فراه ښار له بیلا بېلو هټیو څخه څه باندې شپږ ټنه تر تاریخ تیر خوراکي او غیري خوراکي راټول او هټۍ وتړلې شوې.

د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست، رئیس ښاغلي ډاکټر مزمل وویل، چې زموږ د ریاست
د چاپیریال روغتیایې مدیریت او ښاروالي ریاست، د څارنې ټیم په ګډه همغږۍ او همکارۍ، په فراه ښار کې تر تاریخ تیرو توکو په څارنه او ټولونه بوخت دي.

چې په ترڅ کې یې، تیره پنج شنبه د ۲۵/لیندۍ/۱۴۰۰ نېټه د باغپل اړوند ځینې عمده پلورنځي د تاریخ تیرو توکو په درلودلو سره تړلې او د (۱۱۰۰) کیلو ګرامو په اندازه تر تاریخ تیر توکي یې راټول کړل، دا چې د ځینو سوداګرو په ګدامونو کې ستونزو شتون درلود، ګدامونه یې تړلې وه، نو تصفیه په پوره توګه سرته ونه رسیده.

بل خوا ښاغلي مزمل د پسونو په ګنج کې تر تاریخ تیر توکو د پلور خبر ورکوي، دی وایې چې زموږ له راپور او تعقیب سره سم دا مواد د شاه بازار له عمده پلورنځیو څخه هلته لېږدول شوي او پر خلکو یې خرڅوي، ده زیاته کړه، چې تیره یکشنبه د ۲۸/لیندۍ/۱۴۰۰ د عامې روغتیا ریاست د پرسونل په واسطه او همدارنګه د ښاروالي ریاست په ګډه همکارې، د شاه بازار له ګدامونو څخه د (۵) ټنو توکو، چې بیه یې شاوخوا (۳۰۰۰۰۰) افغانیو ته رسیدله راټول کړي دي، چې یاد دوکانونه او ګدامونه وتړل شول، دا چې د عامې روغتیا ریاست، چاپیریال روغتیایې مدیریت، چمتو او خپلې قانوني کړنې په ډیره ګړندۍ توګه سره ترسره کوي، نو له ټولو ښاریانو څخه د همکارۍ غوښتونکی دی، دوی وایې، چې تاسو خپل معلومات او ستونزې له موږ سره شریکې کړي، چې ان شاءالله پر وخت او قانوني کړنې به ترسره کړو.