نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره ورځ د امر بالمعروف ریاست له لوري د مجاهدینو د لاښه والي او حکومتولۍ په برخه کې د پوهاوي په موخه دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کي دامنیه قومندانۍ په بست زون کښې اصلاحي اوتربيتي غونډه ترسره شوه غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتو پیل شوه د غونډي په پیل کې د امربالمعروف ریاست […]
تېره ورځ د امر بالمعروف ریاست له لوري د مجاهدینو د لاښه والي او حکومتولۍ په برخه کې د پوهاوي په موخه دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کي دامنیه قومندانۍ په بست زون کښې اصلاحي اوتربيتي غونډه ترسره شوه
غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتو پیل شوه
د غونډي په پیل کې د امربالمعروف ریاست لخوا راغلو علماوو کرامو او شیخانو خبري وکړې د مجاهدینو څخه یې د هېوادوالو په رضایت باندي خوشي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې تل باید همداسي متحد اوسئ او هېواد وال خوښ وساتئ.
غونډي ته په وینا کې راغلو علماو کرامو مجاهدينوته دعاموهيوادوالو سره په ښه چلند اودخپل صف په متحدساتلوټينګاروکړ اوهمدارازیې مجاهدین دې ته وهڅول چي په هرکارکښي باید دخپل امیر پوره اطاعت وکړي.
علماو کرامو همدا راز د لښکرګاه ښار له اوسیدونکو مننه وکړل چې د مجاهدینو سره همکار دي علماو کرامو له ټولو هیوادوالو او مجاهدینو غوښتنه وکړل چې د ښاري نظم او هېوادوالو ته د ښه آمنیت په تامین کې یو له بل سره مرسته وکړي اوپنځه وخته لمونځ په جماعت سره اداءکړي .
غونډه د قرانکریم په څو مبارکو آیاتونو او له خدای ج څخه خیر باران غوښتو سره پای ته ورسېده
ورځ دوشنبه
نېټه؛۱۴۴۳/۵/۱۷ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.