کندهار والي: دا مو مسئولیت دئ، چي د هیوادوالو امنیت خوندي کړو او ستونزو ته یې رسیده‌ګي وکړو

د دوشنبې په ورځ مازدیګر کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام کښي د اهل تشیع د سرتاسري شورا سره وکتل، چي پرمهال یې د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال مولوي حیات‌الله مبارک هم حضور درلود. د لیدني په پيل کي د اهل تشیع د سرتاسري شورا مشر سردارمحمد زاهدي وویل، د کندهار پر […]

د دوشنبې په ورځ مازدیګر کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ولایت مقام کښي د اهل تشیع د سرتاسري شورا سره وکتل، چي پرمهال یې د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال مولوي حیات‌الله مبارک هم حضور درلود.

د لیدني په پيل کي د اهل تشیع د سرتاسري شورا مشر سردارمحمد زاهدي وویل، د کندهار پر مرکزي امام برګاه برید کي ټول هغه ټپیان چي ایران ته استول سوي وه، بیرته هیواد ته راستانه سول او اوس ټول د بشپړي روغتیا خاوندان دي او په دې برخه کي یې د کندهار والي او کاري ټیم څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د دوی امنیت یې وساته او ورسره یې نغدي مرسته وکړه.

 

وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په خپلو خبرو کي د اهل تشیع سرتاسري شورا ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې وویل، دا یې مسئولیت دی، چي د ټولو هیوادوالو امنیت خوندي کړي او ټولو ستونزو ته یې پر وخت او ځای رسیده‌ګي وکړي.

 

کندهار والي په خپلو خبرو کي وویل، د ا،ا،امارت ټول مشرتابه ستاسو ملاتړ کوي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول نورو همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

 

غونډه کي همدا راز د کندهار ولایت مقام مالي او اداري مرستیال مولوي حیات‌الله مبارک په خپلو خبرو کي د اهل تشیع سرتاسري شورا ته پوره ډاډ وړاندي کړ، چي د ټولني د ټولو اقشارو او مذهبونو ساتنه او خوندیتوب به کیږي او ټولو ته به یو ډول خدمات رسیږي.

 

په وروستیو کي د اهل تشیع سرتاسري شورا کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا، د کندهار والي خاص استازي قاري عبدالسلام عمري، د کندهار والي سکرټر حاجي حضرت‌علي او د کندهار ولایت مقام مالي او اداري رئیس مولوي صابر ته له دوی سره د پوره همږغۍ او پروخت ستونزو رسېدونو په موخه ستایلیکونه ډالۍ کړل.

 

دوشنبه: ۱۴۴۳/۵/۱۵