نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند په باباجي ولسوالۍ کې ددوه کورنیو دېرش کلنه لانجه د علماء کرامو،متنفذینو او مجاهدینو په منځګړتیوب سره پای ته ورسېدل او دغه دېرش کلن جنجال ختم شو دغه پخوانی جنجال د سیدامیرلالا او تاج میراحرار د کورنیو ترمنځ وو چې تېره ورځ یې د یوې غونډي پر مهال دغه سابقه جنجال ختم او […]
د هلمند په باباجي ولسوالۍ کې ددوه کورنیو دېرش کلنه لانجه د علماء کرامو،متنفذینو او مجاهدینو په منځګړتیوب سره پای ته ورسېدل او دغه دېرش کلن جنجال ختم شو
دغه پخوانی جنجال د سیدامیرلالا او تاج میراحرار د کورنیو ترمنځ وو چې تېره ورځ یې د یوې غونډي پر مهال دغه سابقه جنجال ختم او ترمنځ یې سوله وشوه
په غونډه کې د باباجي ولسوالۍ مشهور دیني عالم محترم شیخ الحدیث والتفسیر استادالعلماء الحاج مولوي محمدنبي ثاقب صاحب همدارنګه نورو علماءکرامو،همدا راز د هلمند دامنیه قوماندانۍ سرپرست محترم حاجي ملااغاولي اخند محترم حاجي بدرصاحب او نورو مجاهدینو، قومي مشرانو او متنفذینو ګډون کړی وو.
د غونډي پرمهال خبرو کې محترم شیخ ثاقب صاحب وویل چې داسلامي نظام په راتلو سره موږ ته په کار ده چې د لوی خدای جل جلاله شکر ادا کړو.او د ژوند په هره لحظه کې د ټولني د خیر عافیت سولي او امن دپاره کاروکړو.خپلمنځي شخړي حل او ورته دپای ټکی کښېږدو.هغه د عفوي په اړه د حضرت امیرالمومنین شیخ صاحب وفرمان ته هم اشاره وکړه او دواړه لوري یې عفوي او بخښي کولو ته راوبلل.چې په پای کې ددواړو جانبو له خوا یو بل د غېږي په ورکولو سره دغه دېرش کلنه خپلمنځي شخړه ختم او پای ته ورسېدل.
نېټه:۱۴۴۵/۵/۱۶ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.