نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمې وروسته د هلمند د مرکزي زندان څخه ۲۳ تنه بندیان د بند د مُدې تر تېرولو وروسته ازاد او د خپلو کورنیو سره یوځای شول یاد کسان د اسلامي امارت لخوا د بېلا بېلو جرمونو له امله زنداني سوي وه چي تر ټاکلي مُدې بند تېرولو وروسته خوشي سول. بلخوا خوشي سوي […]
نن له غرمې وروسته د هلمند د مرکزي زندان څخه ۲۳ تنه بندیان د بند د مُدې تر تېرولو وروسته ازاد او د خپلو کورنیو سره یوځای شول یاد کسان د اسلامي امارت لخوا د بېلا بېلو جرمونو له امله زنداني سوي وه چي تر ټاکلي مُدې بند تېرولو وروسته خوشي سول. بلخوا خوشي سوي زندانیان هم خوښ دي چي ، د اسلامي امارت لخوا خوشي سول،او وایي له دې وروسته به یې هڅه دا وي چي هیڅ ډول جرم ترسره نه کړي. یاد بندیان پداسې حال کې خوشي او خپلو کورنیو ته ستانه سول چې داستېناف څارنوالۍ سرپرست رئیس محترم مولوي عبدالجبار هجرت صاحب، دیني عالمانو د یاد زندان مسئولینو، او مجاهدینو حضور درلود. پرهمدې مهال ښاغلي هجرت صاحب او یو تن جید عالم له خوشي سوو بندیانو وغوښتل ، چي له دې وروسته په ټولنه کې د ښه ژوند کولو لاره غوره کړي د کلیو،کورنیو او معاشرې خلک سمي لاري ته راوبولي له ناوړه کړنو ترسراوي پرځای په قوي عزم سره نېک ، اسلامي اوشرعي چلند ته مخه کړي،
خوشي شوي بندیان دبند تېرولو په موده کې دمحبس دمسئولینو د نېک چلنده قدرداني کوي او زیاتوي چي دزندان منسوبینو تر بل هروخت د دوی لپاره دخوراک ، څښاک او اوسېدو لپاره دمناسب ځای برابرولو برخوکي دپام وړ زمینه برابرکړې وه ،
زندانیانو دټولني دنورو وګړو هم وغوښتل، چي دیو بل سره نېک اوښه چلند وکړي ترڅو راتلوونکي کي د دوی په سرنوشت اخته نسي.
د یادوني وړ ده ، چي د هلمند مرکزي زندان کې له زرو زیات کسان د بېلابېلو جرمونو په تور اوس هم زنداني دي، چي ډېری یې د نشه یی توکو د کاروني په تور په دې محبس کي شپې او ورځي تېروي.
نېټه:/۱۴۴۳/۵/۲/ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.