نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د معلولینو د فزیکي روغتیا مسئول کمال احمد وویل: له معلولینو سره یي دمصنوعي غړو مرستي کړي چي په دې لړ کي له ۲۰۲۱ کال را وروسته له ۱۱۹۶ نارینه او ۱۰۳ ښځینه وو ته د فزیوترافي په برخه کي خدمات ترسره شوي. د نا بینایانو لپاره مهارتونه ښودل شوي. یو شمیر رضاکارانو ته دمعلولیت […]
د معلولینو د فزیکي روغتیا مسئول کمال احمد وویل: له معلولینو سره یي دمصنوعي غړو مرستي کړي چي په دې لړ کي
له ۲۰۲۱ کال را وروسته له ۱۱۹۶ نارینه او ۱۰۳ ښځینه وو ته د فزیوترافي په برخه کي خدمات ترسره شوي.
د نا بینایانو لپاره مهارتونه ښودل شوي. یو شمیر رضاکارانو ته دمعلولیت اړوند معلومات او ترنینګ ورکول شوي. ۴۰ نارینه او ۱۱ ښځینه وو ته بایسکلان ویشل شوي.
ورپسي سهر اخندذاده د معلولینو قربانۍ وستایلې او ددوی قربانۍ او سرښندنې یي د هېواد په خپلواکۍ کي اړیني وبللې.
د عامي روغتیا رئیس مولوي ګل محمد احمد وویل د معلولینو د حقوقو په خوندیتوب کي له مؤ سساتو سره کار کوو. کوښښ کوو د معلولینو د روغتیا په برخه کي د خپل توان مطابق کار وکړو.
د معلولینو نماینده حاجي سید محمد د معلولینو په چارو کي د ا.ا.ا له مسئولینو څخه مننه وکړه. ده وویل معلولین په اوسنیو وختونو کي جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. معلولینو ته باید حقوق او امتیازات په وخت وویشل شي. ده زیاته کړه زیاتره معلولینو ته خپل حقوق نه دي رسیدلي.
د معلولینو د ستونزو په اړه د معلولینو بل نماینده ډاکټر عصمت الله هم د معلولینو قربانۍ د ستایلو وړ وبلې. ده وویل له معلولینو سره باید اړونده مرستي په وخت ترسره شي. ده زیاته کړه ددې لپاره چي معلولین په ځان متکي شي د حرفوي زده کړو په برخه کي دي زمینه ورته مساعده شي.
د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس مولوي دانش وویل: معلولین ددوی لپاره ټول یو دي، هغه که د پخواني نظام د عسکرو کورنۍ دي، که ملکي او یا نظامي کسان دي. هغه چا ته چي حقوق حواله دي ورته وبه رسیږي او هغه څوک چي مستحق وي ورسره ثبت به یي کړي. دی وايي تر اوسه ۲۱۰۰ د معلولینو او شهیدانو کورنۍ له دوی سره ثبت دي.
د غونډي په پای کي د معلولینو په برخه کي د صحي پرسونل کړني هم وستایل شوې.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.