نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره ورځ په شمال ختیځ زون کې د یوناما دفتر مشر ښاغلی بوجیدار دیمیتروف او د دغه دفتر سیاسي څانګې مسؤل رینات ګلیموف د کندوزولايت له والي صاحب ملا نثاراحمد (نصرت )سره تعارفي ناسته وکړه. لومړی د یوناما دفتر مشر ښاغلي بوجیدار دیمیتروف د کندوز مشرتابه چې نوی د غه ولایت لپاره د والي په […]
تېره ورځ په شمال ختیځ زون کې د یوناما دفتر مشر ښاغلی بوجیدار دیمیتروف او د دغه دفتر سیاسي څانګې مسؤل رینات ګلیموف د کندوزولايت له والي صاحب ملا نثاراحمد (نصرت )سره تعارفي ناسته وکړه. لومړی د یوناما دفتر مشر ښاغلي بوجیدار دیمیتروف د کندوز مشرتابه چې نوی د غه ولایت لپاره د والي په توګه ګمارل شوی مبارکی ورکړه او زیاته یې کړه چې د یوناما دفتر د افغانستان اسلامي امارت سره هراړخیزه مرستو ته چمتو ده. دغه راز د کندوز والي ښاغلي ملا نثاراحمد نصرت د یوناما دفتر مشرتابه ته د ښه راغلاست ترڅنګ د امنیت او ثبات په برخه کې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې یاد دفتر باید د پوهنې، کرنې، فرهنګ او روغتیا برخه کې له دی ولایت سره هراړخیزه مرسته وکړي. ښاغلي نصرت وویل چې په کندوز کې د افغانستان اسلامي امارت په هر برخه کې ژمن دی تر څو د اړونده موسساتو په مټ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي چې په دې برخه کې د یوناما دفتر مرسته هم اړینه ده. ۱۴۰۰/۹/۹
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.