د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین پېژند غونډه تر سره شوه

نن د افغانسان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې د یاد وزارت د سیاسي معین محترم شیر محمد عباس سانګزي صاحب د پېژندنې په موخه غونډه رابلل شوې وه. په غونډه کې چې د بهرنیو چارو وزارت د بېلا بېلو ریاستونو ریسانو او مرستیالانو یې ګډون درلود د قرآن کریم په […]

نن د افغانسان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې د یاد وزارت د سیاسي معین محترم شیر محمد عباس سانګزي صاحب د پېژندنې په موخه غونډه رابلل شوې وه.
په غونډه کې چې د بهرنیو چارو وزارت د بېلا بېلو ریاستونو ریسانو او مرستیالانو یې ګډون درلود د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره پیل شوه.
ورپسې د وزارت سیاسي معین محترم شیرمحمد عباس ستانګزي صاحب ته دریځ ته د راتلو بلنه ورکړل شوه تر څو خپله وینا د غونډې برخوالو ته واوروي.
ستانګزي صاحب د خپلو خبرو پیل په حمد او ثناء سره وکړ او ټول ولس ته یې په هیواد کې د دې عظیمې فتحې او د اسلامي نظام د بیا راتګ مبارکي ور کړه.
ښاغلي ستانګزي صاحب چې شاوخوا یو ساعت اوږده وینا وکړه وویل زه مطمئن یم چې څرنګه زموږ مجاهد ولس د الله تعالی په ځانکړي نصرت په یوازي او کمو امکاناتو امریکا او ناټو ماته کړه هیواد یې ازاد کړ نو کولای شي چې هیواد هر اړخیز تقویه کړي او له بحرانونو یې وژغوري.
ستانګزي صاحب د خپلو خبرو به یوه ساعتیز جریان کې د هیواد په سیاسي، امنیتي، صحي او اقتصادي برخو رڼا واچوله او هیله یې څرګنده کړه چې هر څه د ترقۍ او پر مختګ په حالت کې دي ان شاء الله تعالی.
دغه راز نوموړي د اسلامي امارت د مشرتابه د عمومي عفوي څخه د ښې استفادې په هدف وویل چې ټول هغه افغانان چې له هیواده وتلي دي بېرته خپل هیواد ته را وګرځي، په هیواد سرتاسر امنیت دی دوی کوالی شي چې د یوه عام افغان په ډول خپل عادي او آزاد ژوند وکړي .
همدراز ستانګزي صاحب وویل؛ یوازې افغانان کولای شي خپل هیواد جوړ کړي، موږ ټول افغانان باید یو له بل سره پیوند او یو موټی شو او د هیواد په بیا ابادۍ کې رغنده رول ولوبو، موږ باید قومونه، سمتونه او ژبنی څرنګوالی مطرح نکړو، دا هیواد د افغانانو دی او دغه خاوره پر هر افغان وګړي حق لري چې په بیا رغونه کي یې ځان سهیم کړي.
ستانګزي صاحب ځیني مطبوعاتي افواهاتو ته په اشارې وویل چې د نوي اسلامي نظام سره دښمني د هیچا په ګټه نده هسې دي خلګ د مطبوعاتو پر مخ د مقاومتونو نعرې نه وهي هیڅ نتېجه نلري چې ثابته شوې ده، را دې شي او د هیواد په ترقۍ او پرمختګ کې دي خپله انرژي مصرف کړي.
ستانګزي صاحب د خبرو په پای کې د غونډې برخوالو ته وویل؛ دا چې تاسو ته ښه معلومه ده چې د ااا یو لوړ پوړی پلاوی د بهرنیو چارو وزارت د وزیر محترم مولوي امیر خان متقي صاحب تر مشرۍ لاندي له امریکايي استازو، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو جهتونو سره په تفاهمي خبرو بوخت دی نو ستاسو ټولو څخه هیله کوم چې په سیاسي برخه کې موږ ته نېکې مشورې راکړئ، زه همېشه ستاسو په خدمت کې یم او زموږ دروازې ستاسو پر مخ خلاصې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین د معرفت غونډه د اختتامي دعاء په ویلو سره چې له الله تعالی څخه پکې د اسلامي نظام د بقاء، په هیواد کې د امنیت او د افغان ولس د ښېرازه ژوند لپاره غوښتنه وشوه پای ته ورسېده.