په تاریخي کلاګانو کي د خپل سریو ابادیو مخه ونیول شوه

نن د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا په کارېز او بست کلا سیمو کي په هغه تاریخي ابدو کي چي د خلکو له لوري پکښې خپل سري کارونه او ابادۍ کېدلي مخه یې ونیول شوه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کي د تاریخي میراثونو د ساتني مدیر محترم مولوی حمدالله مدثر صاحب […]

نن د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا په کارېز او بست کلا سیمو کي په هغه تاریخي ابدو کي چي د خلکو له لوري پکښې خپل سري کارونه او ابادۍ کېدلي مخه یې ونیول شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کي د تاریخي میراثونو د ساتني مدیر محترم مولوی حمدالله مدثر صاحب وایي، دا هغه تاریخي کلاګاني دي چي په یادو سیمو کي د ځایي خلکو لخوا پکښې کیندني او ابادۍ کېدلې چی  نن یې مخه ونیول وسوه.د یادو کیندنو په تړاو درې نفره مجرمین هم ګرفتار او د قانون منګولو ته وسپارل سوه.یادو مجرمینو به د شپې دخوا په باستاني سیمو کې کیندني کولې او د لرغونو شیانو پلټنه به یې کول ،

نوموړي وویل؛ تر دې وروسته به هر هغه کس چي په تاریخي میراثونو کي ابادۍ او او یا یي مځکي غصبوي داسلامي امارت له لوري به ورسره قانوني چلند کېږي.

هغه همداراز زیاته کړه چي هلمند کي به دټولو تاریخي کلاګانو ساتني ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د ساتني په برخه کي به یې پوره هڅه کوي.

هغه له عامو ولسونو هم هیله وکړه،چي د تاریخي میراثونو او ابدو په ساتنه کي  د اسلامي آمارت سره همکاري وکړئ،څو  تاریخي کلاګاني او میراثونه له غصب او ورانېدو وژغورل شي.

نېټه:۱۴۴۳/۴/۲۳/ هـ ق