نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ولسوالیو د پاره د ولایت مقام له خوا ټاکل سوی باصلاحیته ځانګړی پلاوی د ګرمسېر ولسوالۍ صفار سیمي ته ورسېدی. د هلمند ولایت د مقام له خوا د ستونزو د حل په موخه ټاکل سوی باصلاحیته پلاوی، چې د څو ورځو را په دې خوا یې د جنوبي ولسوالیو د تفتیش بهیر پیل کړی […]
د ولسوالیو د پاره د ولایت مقام له خوا ټاکل سوی باصلاحیته ځانګړی پلاوی د ګرمسېر ولسوالۍ صفار سیمي ته ورسېدی.
د هلمند ولایت د مقام له خوا د ستونزو د حل په موخه ټاکل سوی باصلاحیته پلاوی، چې د څو ورځو را په دې خوا یې د جنوبي ولسوالیو د تفتیش بهیر پیل کړی دی، پرون سهار د ګرمسېر ولسوالۍ پُر نفوسه سیمي صفار ته ورسېدی.
یاد پلاوی چې رهبري یې د ولایت مقام د ځانګړي استازي محترم حاجي مبارک مولوي صاحب په غاړه ده، او د پلاوي په ترکیب کې د یو شمېر ادارو ،لکه امنیه قومانداني،استخبارات،مرافعه محکمه،اطلاعاتو فرهنګ، محابس،صحت عامه،زراعت،سمع شکایات، او دعوت ارشاد استازي هم شامل دي پرون سهار صفار سیمي ته سفر وکړ.
او هلته یې د یادي سیمي په مرکزي مسجد جامع کې د سیمي ددیني عالمانو،قومي مشرانو او د یادي سیمي د حوزو د مسئولینو او مجاهدینو او عامو مسلمانانو سره په جلا جلا ډول لیدني کتني وکړې.
پلاوي د خلګو څخه وغوښتل چې خپل ټول مستند شکایتونه، او مهمي ستونزي، او اړین مقدمات په ازاد ډول مطرح او د پلاوي سره شریک کړي، یاد پلاوی پورن ټوله ورځ د خلګو د مشکلاتو په څېړنو،پلټنو ،او د حل پر لارو چارو بوخت وو، چې بالاخره د ورځي په وروستیو شېبو کې د یادي سیمي د خلګو حقوقي مقدمات یا خو حل او یا هم د ښه څېړني په موخه ثبت او ډېر ژر به د لوړو مقاماتو سره شریک شي .
همدارنګه د سیمي د مسئولینو څخه جدي غوښتنه وشوه چې د ولایت مقام د هدایت موافق دي د مجاهدینو له پاره د شیخانو او استادانو په واسطه درې ورځي مسلسل د طرز العمل له مخي اصلاحي بیانونه وسي او ټول مجاهدین مکلف دي چې په یادو بیانونو کې به ګډون کوي.
همدا راز یاد پلاوي د صفار سیمي د هغه زندان څخه هم لیدنه وکړه چې تقریبا شپېته ۶۰ تنه معتادین د اصلاح په موخه پکې ساتل کېږي ، د هغو په ستونزو او مشکلاتو یې ځان خبر او د حل پر لارو چارو یې مفصل بحث وکړ.
یاد پلاوی ماښام د ګرمسېر ولسوالۍ مرکز هزار جفت سیمي ته ورسېدی،او نن ورځ به هم د خلګو د ستونزو او مقدماتو د څېړنو په موخه هلته تم شي.
تاریخ:۱۴۴۳/۳/۶ هق
۲۰۲۱/۱۰/۱۲
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.