ګردېز ښاروالۍ د( ۱۵.۵ ) میلیونه افغانیو په ارزښت يو شمېر ټولګټې پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارلې

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۷) ګردېز ښاروالۍ له خپلې پراختیایي بودیجې په ګردېز ښار مرکزي برخه کې د (۱۵.۵ )میلیونه افغانیو په ارزښت د کرماشي دوه سړکې او خواجه حسن سړک د اساسي جوړیدو پروژو چارې بشپړې او نن ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې. ګردېز ښاروال رسنیو سره د مرکې […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۷)
ګردېز ښاروالۍ له خپلې پراختیایي بودیجې په ګردېز ښار مرکزي برخه کې د (۱۵.۵ )میلیونه افغانیو په ارزښت د کرماشي دوه سړکې او خواجه حسن سړک د اساسي جوړیدو پروژو چارې بشپړې او نن ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.
ګردېز ښاروال رسنیو سره د مرکې پر مهال وویل، چې یاده پروژه خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د ګردېز ښار پراختیا په موخه پیل شوې وه، چې چارې یې د ګردېز ښاروالۍ رهبري او انجینري مدیریت تر بشپړې پاملرنې لاندې د اکبر نصرت ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د ډیزاین مطابق په خورا ښه او اساسي ډول سره تر سره/ بشپړې شوې.
ښاروال وویل، یاد سړکونه د ښار مرکزي ختیځه برخه کې د (۵۵۵) متره په اوږدوالي او (۱۵) متره په پلنوالي او (۷۷.۵) متره په اوږدوالي او (۳۰) متره په پلنوالي یو له مهمو سړکونو څخه شمېرل کیږي، چې په جوړیدو سره یې د ګڼه ګوڼې ویشلو او ښاري ستونزو د حل سربېره، د ښار یو شمېر ساحې یو له بل سره وصل او ور سره چاپیریالي اسانتیاوې رامنځته شوې.