ګردېز ښاروالۍ د خپل ملکیت ۲۷ بابه دوکانونو د بیارغونې چارې بشپړې شوې.

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) رحیم ګردیزي څلورلارې جنوب لویدیځ لور ته، ګردېز ښاروالۍ د خپل ملکیت (۲۷ ) بابه دوکانونو د بیارغونې او ترمیم چارې پیل کړې وې، چې کارونه یې په خورا ښه ډول سره تر سره او بشپړیدو په حال کې دي. یاد دوکانونه چې له اوږدې مودې راهیسې تخریب شوي او زیاتې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸)
رحیم ګردیزي څلورلارې جنوب لویدیځ لور ته، ګردېز ښاروالۍ د خپل ملکیت (۲۷ ) بابه دوکانونو د بیارغونې او ترمیم چارې پیل کړې وې، چې کارونه یې په خورا ښه ډول سره تر سره او بشپړیدو په حال کې دي.
یاد دوکانونه چې له اوږدې مودې راهیسې تخریب شوي او زیاتې برخې یې له منځه تللې وې، بېرته په اساسي ډول سره ترمیم او ورغول شول.
ګردېز ښاروالۍ له خپلې بودیجې د یادو دوکانونو پر بیارغونه نږدې (۱،۴) یو اعشاریه څلور میلیونه افغانۍ پر مصرف رسولې، چې د ترمیم او بیاودانولو په چارو کې د دوکانونو چت، فرش او ساختمان نړیدلو برخو بیارغونه، رنګ امیزي، دوکانونو فلزي دروازې او پلې لارې مزایک کاري او اساسي جوړول شامل وو.