ګرديز ښاروالۍ په تېر ۱۴۰۱ کال کې څه د پاسه ۱۲۶ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۱) ګرديز ښاروال مولوي شريف الله الهام وايي چې تېر ۱۴۰۱ کال کې يې ۱۲۶ ميليونه ۸ لکه ۷۵ زره ۴۳۴ افغانۍ عوايد راټول کړي چې د وړم کال په پرتله ۵۰ سلنه ډيروالی ښيي. ګرديز ښاروال ولس ته د حساب ورکونې په غونډه کې وويل چې ښاروالۍ په تېرو کال کې رهايشي، تجارتي […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۱)

ګرديز ښاروال مولوي شريف الله الهام وايي چې تېر ۱۴۰۱ کال کې يې ۱۲۶ ميليونه ۸ لکه ۷۵ زره ۴۳۴ افغانۍ عوايد راټول کړي چې د وړم کال په پرتله ۵۰ سلنه ډيروالی ښيي.

ګرديز ښاروال ولس ته د حساب ورکونې په غونډه کې وويل چې ښاروالۍ په تېرو کال کې رهايشي، تجارتي ځايونو، دولتي ځمکو، دوکانونو، لوحو، څلورو دروازو، نقليه وسايطو، صنفي جوازونو او جريمو له درکه ياد شمېر ثابت او غير ثابت عوايد راټول کړي دي.

ګرديز ښاروالۍ مسؤلينو ولس ته د حساب ورکونې په دې غونډه کې زياته کړه چې ۱۱۳ ميليونه ۵ لکه ۶۸ زره ۱۱۸ افغانۍ يې له يادو عوايدو څخه بيرته د ښار پراختيا په موخه مصرف کړې دي.

د يادې ښاروالۍ مسؤلينو په وينا چې په تېر کال کې د ښار په داخل کې د ۹۰ ميليونو افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.

په يادو پروژو کې د مجاهد څلور لارې جوړيد ترڅنګ مسلخ، د ارجال خېلو سرک، خواجه حسن سرک، د ۲۷ بابه دوکانونو بيارغونه، د ګلدانونو بيارغولو ترڅنګ د چمنونو کرل، د ښار روښانتيا او ښيرازاۍ په موخه نيالګيو او څراغونه لګولو پروژې شاملې وې.

د ښاروالۍ مسؤلين همدا راز وايي چې د نوي ۱۴۰۲ کال لپاره په پام کې لري چې يو شمېر نورې اساسي پروژې تطبيق کړي. دوی ډاډ ورکوي چې نوي کال کې به د تېرو نيمګړو پروژو چارې هم ژر تر ژره بشپړې شي.