کونړ: ‏ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د څوکانالو د ترمیم او پاکولو چارې بشپړې شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د کونړ ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې د UNDP ـ ملګرو ملتونو پر مختیایي ادارې په مالي ملاتړ د اسلامیک ریلیف موسیسې له خوا په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ۳،۷میلیونه افغانیو په لګښت د څلورنیم کلیومتره کانالونو پاکولو او ۲۲۰ متره استنادي دیوال او سربندو جوړیدو چارې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د کونړ ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې د UNDP ـ ملګرو ملتونو پر مختیایي ادارې په مالي ملاتړ د اسلامیک ریلیف موسیسې له خوا په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ۳،۷میلیونه افغانیو په لګښت د څلورنیم کلیومتره کانالونو پاکولو او ۲۲۰ متره استنادي دیوال او سربندو جوړیدو چارې بشپړ او د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د غه مراسمو کې د ولایت مقام خاص استازي مولوي جان محمد، د اسلامیک ریلیف موسیسې استازو او قومي مشرانو برخه اخیستې وه.
د پروژې مسوول انجینیر شیرالله وویل، د ریچلام کلي له دغه کانال شاو خوا ۱۲۰۰ کورنۍ ګټه اخلي چې شپږ  سوه حرېبه ځمکه به خړوب کړي.