کونړ: د اوبو رسولو سولري شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د ډاکار مؤسسې له خوا د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ اړوند په بچې ډانک کلي کې د شپږ میلیونو افغانیو په لګښت سره د اوبو رسولو یوه سولري شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د یونیسف ادارې په مالي مرسته او د ډاکار مؤسسې له خوا د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ اړوند په بچې ډانک کلي کې د شپږ میلیونو افغانیو په لګښت سره د اوبو رسولو یوه سولري شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه شبکه د ۳۶۱۵ مترو په اوږدوالي سره چې پکې د شل متر مکعب په ظرفیت سره یوه ذخیره او د ۶۵ شیردهنونو نښلول شامل دي. د یادې شبکې په بشپړیدو سره د نوموړي کلي اوسیدونکو ته پاکې او صحي اوبه برابرې شوې.