کورنی مشروعیت څرنګه ترلاسه کېدی شي؟

د ورځې خبره داچې د افغانستان اسلامی امارت په وار وار له نړۍ سره د متقابل درناوي پر اساس د رسمي او سفارتي اړیکو غوښتنه کړې، خو له بده مرغه نړیوالو د خپل ضد له مخې د ځینو پلمو په عنوانولو تر اوسه لا د افغانانو پر حق سترګې پټې کړې او څه مثبت ځواب […]

د ورځې خبره

داچې د افغانستان اسلامی امارت په وار وار له نړۍ سره د متقابل درناوي پر اساس د رسمي او سفارتي اړیکو غوښتنه کړې، خو له بده مرغه نړیوالو د خپل ضد له مخې د ځینو پلمو په عنوانولو تر اوسه لا د افغانانو پر حق سترګې پټې کړې او څه مثبت ځواب یې نه دی ویلی، په دې اړه زیاتره سیاسي شنونکي- کورني وي، که بهرني- تر ټولو ډېر د کورنی مشروعیت موضوع ته ګوته نیسي- دوی وايي که څه هم اسلامی امارت په هېواد کې امنیت راوستلی، پر ټوله خاوره واکمني لري او جګړه هم وايي ځکه نشته چې له تېرو شلو کلو راهیسې همدوی جګړه کوله، نو کله چې واک یې ترلاسه کړ، طبعاً کراري راغلې. خو پوښتنه داده چې ولې یې تر اوسه لا د ټاکنو یا لویې جرګې له لارې ملت نه دی پوښتلی او خلکو سره یې څه سلا مشوره نه ده کړې- په دې ترڅ کې زیاتره هغه بهرني دیپلوماتان او استازي چې موږ سره د اړیکو جوړولو تلوسه لري، هم وخت پر وخت ټینګار کوي چې امارت باید کورنی مشروعیت تر لاسه کړي چې نړیوال مشروعیت ته یې لاره هواره شي- که څه هم غربي نړۍ تر هر څه زیات د ښځو حقوق ډېر مهم ګڼي- البته دغه موضوع په کور د ننه خپله افغانانو کې هم ډېره توده تکراریږي او زیاتره پاخه سیاستوال په ټینګار سره د امارت له مشرانو غوښتنه کوي چې په هر صورت باید یو څه مراسم ترسره کړي. په عمومي توګه اوس دلته دا مفکوره ډېره غالبه ده چې په سیاسي نظام کې له خلکو پوښتنه او د یوې شورا موجودیت خورا ډېر ضروری دی- تر دې چې اوس خوان زموږ عام ولس هم ډېر ښه پوهیږي چې که څه هم په نړۍ کې لس ګونه داسې حکومتونه واکمن او ټولو په رسمیت پېژندلي چې له لسیزو راهیسې د یوې کورنۍ، یوه قوم یا یوه ګوند له خوا اداره کیږي خو دا چې ظاهراً یې څه ناڅه شوراګانې، د خلکو استازي او د قانون په نامه څه جوړ کړي نو نړیوالو ته د قانوني حکومتونو په نامه ورپېژندل شوي- خو اسلامی امارت سره له دې چې ټوله تکیه یې پرخپلو خلکو ده، بیا هم، نړیوالو ته له خلکو جلا او ګوښه معلومیږي- یوازنۍ وجه یې همدا د نړیوال سیاسي عرف نه پرځای کول دي- ځکه خو په کار ده چې څو پورې له شریعت سره په څرګنده مخالفت و نه لري، موږ هم باید د همدغې زمانې له سیاسي دود سره سم څه ناڅه مراسم ترسره کړو- د مثال په ډول دا به کومه ناروا وي چې موږ د افغان ولس د سپین ږیرو، دیني علماؤ او نورو مخورو یوه جرګه راوغواړو او د همدې موجوده حکومتی جوړښت تایید او موافقه ترې واخلو؟ یا دا چې له هرې ولسوالۍ یو کس استازی راوغواړو، نومونه یې ولیکو او د یوې مقتدرې شورا نوم پرې کېږدو؟ یا په دې کې به څه شرعی ستونزه وي چې که د همدغسې یوې شورا له لارې د حکومت او چارواکو لپاره صلاحیتونه وټاکل شي کوم چې اوس د اساسي قانون په نامه یادیږي او حقیقت هم دادی چې د اوس زمانې د واکمنو لکه امیر، وزیر، والي، عدلیه، پوځ او نورو ادارو او اشخاصو لپاره به حتماً د صلاحیتونو یوه لایحه جوړیږي او هغوی به د قانوني شرایطو په چوکاټ کې را ایساریږي- ځکه پر ته له شکه معلومه ده چې د اوس وخت خلک هیڅکله د خلافت راشده مقام او خصلت ته نه شي رسېدلی- نو که په ښکاره څه قانوني موانع په مخکې و نه لري، خامخا به ظلم و زیاتی ترې کیږي، له بیت المال سره به خیانت کوی او له واکه به غلطه ګټه اخلي- لنډه دا چې زموږ لپاره د کورني مشروعیت په پار، یا د همدغو ظاهري مراسمو ترسره کول په کار دي او یا به خپل ملت او نړیوالو ته هماغه د خیرالقرون د زمانې د اخلاص، تقوا، شفافیت او پاک لمنۍ داسې بېلګې وړاندې کوو چې هیڅ دوست او دښمن مو پرته له اعترافه بله لار ونه لري- خو دا وروستی صورت اوس هر چاته ناشونی ښکاري نو موږ باید نسبي دعوا وکړو، ډېر وړاندې لاړ نه شو او ځینې هغه عصري غوښتنې چې په صراحت سره حرمت نه لري، باید تر سره یې کړو- همدا د کورني مشروعیت ګټلو اسانه لار ده نو لازمه ده چې له دغسې اسانه لارو چارو د انکار له امله نه نظام له ستونزو سره مخ کړی شي او نه ملت بې ځایه وکړول شي.