کندهار کې د دعوت او ارشاد کمېسیون تربیوي سیمینار تر سره شو

د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د دعوت او ارشاد کمېسیون د کندهار، هلمند، ارزګان او دایکنډي ولایاتو رئیسانو، مرستیالانو او د کندهار ولایت د ولسوالیو مدیرانو ته درې ورځنی تربیتي سیمینار جوړ شو، په یاد سیمینار کې، د اسلامي امارت د مشرتابه فرامین، هدایات، د دعوت او ارشاد کمېسیون لوایح، طرزالعملونه، د تبلیغ […]

د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د دعوت او ارشاد کمېسیون د کندهار، هلمند، ارزګان او دایکنډي ولایاتو رئیسانو، مرستیالانو او د کندهار ولایت د ولسوالیو مدیرانو ته درې ورځنی تربیتي سیمینار جوړ شو، په یاد سیمینار کې، د اسلامي امارت د مشرتابه فرامین، هدایات، د دعوت او ارشاد کمېسیون لوایح، طرزالعملونه، د تبلیغ او دعوت طرز، اداري اصول، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په اړه لار ښوونې په ترتیب سره وویل شوې او د استادانو له لوري ورته تشریح شوې.

همدا رنګه دیادو ولایتونو د حلقې مشر، اعضاؤو، مخورو علماء کرامو او مسئولینو ته د دعوت او ارشاد د اصولو د عملي کېدو او تشریح په اړه لازمې لار ښوونې وکړې، ورسره یې په سیمه کې له متدین اولس سره د ښه سلوک او له مخالف صف نه د را وتونکو او دعوت شویو کسانو ته د راوتلو او د هغوی د امنیت ساتلو او ورسره ښه چلند کولو په اړه لارښونې وشوې.

۲۰۲۱/۶/۱۲