کندهار کي جوړ شوی موټر نندارې ته وړاندي شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۸) په کندهار کي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت څخه فارغ سویو څو تنو مسلکي ځوانانو په ګډه موټر جوړ کړی، چي نن د شنبې په ورځ د کندهار په باغ عمومي لوبغالي کي نندارې ته وړاندي شو. د موټر جوړونکو مسلکي ځوانانو له ډلي جمیل احمد قریشي وویل؛ کاري ټيم […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۸) په کندهار کي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت څخه فارغ سویو څو تنو مسلکي ځوانانو په ګډه موټر جوړ کړی، چي نن د شنبې په ورځ د کندهار په باغ عمومي لوبغالي کي نندارې ته وړاندي شو.
د موټر جوړونکو مسلکي ځوانانو له ډلي جمیل احمد قریشي وویل؛ کاري ټيم یې په ډېرو هڅو له مشینرۍ پرته په لاس «بویک ۱۹۱۰ » ماډل موټر د لومړي ځل لپاره په کندهار کي جوړ کړ، چي په خبره یې؛ د ټیم امکانات یې همدومره وه او که ډېر امکانات او مشینري ورته برابره سي، نوي او نور ماډل موټرونه به هم جوړ کړي او همدا راز یې د خپلو خبرو په وروستیو کي ډاډ وړاندي کړ، یوازي موټر نه بلکي نوري بېلابیلي پروژې یې هم د کاري ټیم تر لاس لاندي دي، چي هم د اقتصاد له اړخه د هیواد او ولس په ګټه دي او هم به خلګو ته پکښي اسانتیاوي برابري شي.
غونډې ته وینا کې د هیواد د تخنیکي او مسلکي ادارې اړوند د حرفوي پروګرامونو د سمون رئیس مولوي عبدالودود هوتک وویل؛ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره په هیواد کي ډېره پخوانۍ مخېنه لري، چي په ۱۳۹۷ هـ ش کال کي له پوهني وزارت څخه جلا او اوس په آزاد ډول فعالیت لري، چي په خبره یې؛ دا اداره د هیواد په ۳۴ ولایتونو کي د زده‌کړو ۳۰۰ فعال مرکزونه لري، چي په همدې مرکزونو کي په ۳۰۰ برخو کي ځوانانو ته په لنډمهاله او اوږدمهاله ډول زده‌کړي ورکول کیږي.