کندهار ښار: ۵ زره کورنیو ته د څښاک اوبو رسولو پروژه پیل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) نن د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د کندهار ارغنداب رود څخه نهمي ناحیې ته د څښلو پاکو اوبو رسولو د ذخیروو او نل غځوني پروژه پيل شوه. په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کي د پروژې د تطبیقونکي ادارې استازي انجنیر ذبیح‌الله خپلواک وویل، په دې اته کلیو متره انتقالي […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) نن د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د کندهار ارغنداب رود څخه نهمي ناحیې ته د څښلو پاکو اوبو رسولو د ذخیروو او نل غځوني پروژه پيل شوه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کي د پروژې د تطبیقونکي ادارې استازي انجنیر ذبیح‌الله خپلواک وویل، په دې اته کلیو متره انتقالي پروژه کي څلور برخي شاملي دي، چي په خبره یې لومړی د ارغنداب رود سره درې لوی څاهان کېندل دي، دوهم له همغه ځای لومړۍ ذخیرې ته چي د ۴۵۰ مترو مکعب اوبو وړتیا لري د پمپونو د فشار په وسیله اوبه رسول، درېیم دا چي له لومړۍ ذخیرې څخه بیا دوهمي ذخیرې ته چي د کندهار په نهمه ناحیه کي شتون لري او د ۶۵۰ مترو مکعب اوبو ځایولو وړتیا لري د بوستر پمپونو په وسیله اوبه رسول او څلورمه برخه ئې بیا داده چي د دوهمي ذخیرې څخه د کندهار نهمي ناحیې ته د څښاک پاکي اوبه رسول دي.

انجنیر ذبیح الله خپلواک وویل، دا انتقالي پروژه، چي په یوه کال کښي به ګټي اخیستني ته وسپارل سي، د ۸۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یونیسف نړیوالي ادارې په مالي لګښت جوړیږي، چي تر جوړېدو وروسته به د کندهار په نهمه ناحیه کښي له پنځو تر شپږو زرو کورنیو پوري د څښاک پاکي اوبه ورسیږي.