کندهار: له مرکزي جهادي مدرسې څخه ۲۷۷ علماء او ۲۳ حافظان فارغ شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۶) د کندهار د مرکزي جهادي مدرسې څخه ۲۷۷ علماء او ۲۳ حافظان فارغ شول او نن ورځ یې د کندهار په مرکزي عیدګاه‌ کښي ورته د دستاربندۍ په موخه ځانګړي مراسم نیول شوي وه، چي مراسمو کي قاضي‌القضات شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني صاحب، د مرکزي دارالافتاء رئیس شیخ‌مولوي ‌نورالله منیرصاحب، د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۶) د کندهار د مرکزي جهادي مدرسې څخه ۲۷۷ علماء او ۲۳ حافظان فارغ شول او نن ورځ یې د کندهار په مرکزي عیدګاه‌ کښي ورته د دستاربندۍ په موخه ځانګړي مراسم نیول شوي وه، چي مراسمو کي قاضي‌القضات شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني صاحب، د مرکزي دارالافتاء رئیس شیخ‌مولوي ‌نورالله منیرصاحب، د جامعه عمر امام او خطیب پیر طریقت شیخ‌الحدیث والتفسیر مولوي حبیب‌الله حقاني صاحب، د خرقې مطهرې د مدرسې رئیس شیخ‌الحدیث مولوي نظرمحمد الافغاني صاحب، د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا، د بېلابیلو نظامي او مُلکي ادارو مسئولینو، د فارغ سویو علماوو او حافظانو د کورنیو غړو او په زرونو هیوادوالو ګډون کړی وو.

غونډې ته وینا کې قاضي القضات شیخ‌مولوي عبدالحکیم حقاني صاحب وویل؛ تېر شلن کلن اشغال کي کفارو د بېلابیلو دسیسو په مټ د افغانانو ترمنځ تفرقې اچولې، چي ښه بېلګه یې دیني او عصري علومو ته جلا ـ جلا مرکزونه ټاکل دي، چي په خبره یې اسلامي امارت هڅه کوي، داسي مرکزونه جوړ کړي، چي بشپړ دیني او هم بشپړ عصري وي او افغانان ټول په ګډه پکښي هم دیني او هم عصري علوم زده‌کړي.