کندهار ـ هرات پرلویه لار ترافیکي پیښي مرګ ژوبله واړول:

  نن مازدیګر څه باندي ۴ بجې ګرشک ولسوالۍ دریمي لوا ته څېرمه د دوو موټرسایکلونو تر مینځ ترافیکي پېښه رامنځته سول چي دوه کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړ او دوه تنه نور زخمیان سول . په یاده پېښه کي د دواړو موټرسایکل چلوونکو محمدداود اوجلیل احمد  دپیښي په ځای کي خپل ژوند د […]

 

نن مازدیګر څه باندي ۴ بجې ګرشک ولسوالۍ دریمي لوا ته څېرمه د دوو موټرسایکلونو تر مینځ ترافیکي پېښه رامنځته سول چي دوه کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړ او دوه تنه نور زخمیان سول .

په یاده پېښه کي د دواړو موټرسایکل چلوونکو محمدداود اوجلیل احمد  دپیښي په ځای کي خپل ژوند د لاسه ورکړ په همدې پېښه کي میرزامحمد او رحمت الله هم ژوبل سوي دي .

په سېمه کي د ګرشک ولسوالۍ د ترافیکو مدیریت د برسۍ ټیم باختر آژانس خبریال ته وویل چي یاده پېښه د موټرسایکل چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته سوی ده.

د ګرشک ولسوالۍ ترافیکو مدیریت برسۍ مسولینو له ښاریانو او وسایطو چلوونکو څخه وغوښتل چي د وسایطو د تېز رفتار او بې احتیاطۍ څخه ډډه وکړي او ترافیکو نښو ته په کتو په ښار او سېمو کي تګ راتګ وکړي.

د یادوني وړ ده چي د کندهار ـ هرات پر لویه لار د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله دې ته ورته پيښي رامنځته کېږي چي کله کله مرګ ژوبله هم له ځان سره لري.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۳ هــ ق