کندهار: د ۱۲مي حوزې امنیتي ځواکونو د غلو اته کسیزه ډله نیولې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) د کندهار د ۱۲مي امنیتي حوزې ویښو او بیدارو امنیتي ځواکونو د کندهار ښار په بېلابیلو حوزو کي د عبدالباري په مشرۍ د غلو اته کسیزه ډله نیولې، چي د کندهار ښار په بېلابیلو حوزو کي یې موټران او موټرسیکلان غلا کول او هم به یې له کورونو او دوکانونو څخه […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) د کندهار د ۱۲مي امنیتي حوزې ویښو او بیدارو امنیتي ځواکونو د کندهار ښار په بېلابیلو حوزو کي د عبدالباري په مشرۍ د غلو اته کسیزه ډله نیولې، چي د کندهار ښار په بېلابیلو حوزو کي یې موټران او موټرسیکلان غلا کول او هم به یې له کورونو او دوکانونو څخه غلاوي کولې.

د کندهار د ۱۲مي امنیتي حوزې آمر ملاعبدالرازق «حاجي محمد» وویل، یادو کسانو له کلونو ـ کلونو راهیسي په کندهار ښار کي غلاوي کولې او په خبره یې؛ یادو غلو په خپلو جُرمونو هم اعتراف کړی دی.

ملاعبدالرازق د خپلو خبرو په دوام وویل؛ یادو غلو په تکتیک سره لومړی پر موټرانو او موټرسیکلانو کیلۍ جوړولې او له هغه وروسته به یې موټران او موټرسیکلان غلا کول او د خپلو خبرو په دوام یې وویل؛ دوی په خپلو کورونو کي د موټرانو او موټرسیکلانو سامان آلات هم تغیرول او بیا به یې پر خلګو خرڅول، چي په خبره یې هغه ټول سامان‌آلات یې هم له دوی سره یوځای نیولي.