کندهار: د پنبې پروسس یوې نوي فابریکې په کار پيل وکړ

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۲)د کندهار په صنعتي پارک کښي د حبیب‌يار په نوم د پنبې پروسس یوې نوي فابریکې په فعالیت پیل وکړ. دا فابریکه چي د حاجي یارمحمد رحماني او حاجي حبیب‌الله حبیبي په ګډه پانګه اچونه جوړه سوې، ورباندي ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چي په اته ساعته کښي د ۳۲ ټنه پنبې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۲)د کندهار په صنعتي پارک کښي د حبیب‌يار په نوم د پنبې پروسس یوې نوي فابریکې په فعالیت پیل وکړ.

دا فابریکه چي د حاجي یارمحمد رحماني او حاجي حبیب‌الله حبیبي په ګډه پانګه اچونه جوړه سوې، ورباندي ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چي په اته ساعته کښي د ۳۲ ټنه پنبې پروسس، دوه ټنه غوړیو تولید، شل ټنه کُنجارې تولید او د دوه نیم ټانه صابون د تولید وړتیا لري.

په دغه فابریکه کې ۴۵ کسانو ته په مستقیم او ۵۰۰ کسانو ته بیا په غیري مستقیمه توګه د کار کولو زمینه برابره شوې او همدا راز د یادي فابریکې خام مواد د هیواد زراعتي محصولاتو څخه په لاس راځي، چي په فابریکه کښي تر پروسس وروسته ئې خالص پنبه بهرنیو هیوادونو ته صادریږي او غوړي، کُنجاره او صابون ئې بیا د هیواد په دننه په کار لویږي.

دامهال کندهار په صنعتي پارک کښي ۲۷ د پنبې پروسس فابریکې فعالیت لري، چي تقریباً ۱۶ میلیونه ډالرو پوري پانګه اچونه پرې شوې، ۱۵۰۰ کسانو ته په مستقیم او ۳۰۰۰ کسانو ته بیا په غیري مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.