‏کندز: درې پلچکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د کندز ولایت کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې د دغه ولایت امام صاحب او قلعه ذال ولسوالیو اړوندو سیمو کې د ۴ پایو پلچکونو د رغونې چارې بشپړې شوې، یاد پلچکونه په بیلابیلو ابعادو سره د لیتاکا۳(LITACA III) پروژې له لارې د UNDP دفتر په مالي […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د کندز ولایت کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې د دغه ولایت امام صاحب او قلعه ذال ولسوالیو اړوندو سیمو کې د ۴ پایو پلچکونو د رغونې چارې بشپړې شوې، یاد پلچکونه په بیلابیلو ابعادو سره د لیتاکا۳(LITACA III) پروژې له لارې د UNDP دفتر په مالي ملاتړ او د آغاخان بنسټ (AKF) په تخنیکي مرسته په ټولیز ډول د ۳۳۹۹۳۵۷ افغانیو بودجې په درلودلو سره بشپړ او د یولړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.