کـنـدهـار:ارغنداب کې ګوډاګیان له ۷ نورو پوستو تښتیدلي ګڼ مهمات یې نیول شوي

دکندهار ولایت دارغنداب  ولسوالۍ د دامانې په سیمه كي پرون سهار مجاهدینو د دښمن پر کمربند وسلوال بریدونه پیل کړل بریدونه  چي تر مازدیګره یې دوام وکړ په پایله کې د دامانې پوسته، د پمپ پوسته د سربند پوسته، همدا رانګه ماښام د خانه ګرداب ۲ او په  دامانه  او  مصراباد کې ۲ نوري پوستې […]

دکندهار ولایت دارغنداب  ولسوالۍ د دامانې په سیمه كي پرون سهار مجاهدینو د دښمن پر کمربند وسلوال بریدونه پیل کړل

بریدونه  چي تر مازدیګره یې دوام وکړ په پایله کې د دامانې پوسته، د پمپ پوسته د سربند پوسته، همدا رانګه ماښام د خانه ګرداب ۲ او په  دامانه  او  مصراباد کې ۲ نوري پوستې هم دمجاهدینو لاس ته ولویدي

په پوستوکې  دوه رینجر موټر تخریب شول، ۲ نور رینجر موټر  او ګڼ شمیر مرمۍ او مهمات مجاهدینو ته په لاس ورغله

یو شمېر ګوډاګیانوته مرګ ژوبله اوښتي اویوشمېر یې ژوندي ونیول شول

ویل کیږي چي په وژل شویو ګوډاګیانو کي وحشي قومندان شاه محمود د حاجي ښه کاکو زوی دارغنداب د لوی تابین اوسیدونکي هم شامل دی

2021/7/9