کاپیسا: اله سای کې ۲ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول

د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د پرله پسې تسلیمیو په دوام پرون د کاپیسا ولایت اله سای ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خان الله ولد عبدالرؤف او محمد اسحاق ولد محمد اسماعیل په نوم د کابل ادارې ۲ عسکر د امیرالمؤمنین د عفو له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه را […]

د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د پرله پسې تسلیمیو په دوام پرون د کاپیسا ولایت اله سای ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خان الله ولد عبدالرؤف او محمد اسحاق ولد محمد اسماعیل په نوم د کابل ادارې ۲ عسکر د امیرالمؤمنین د عفو له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول.

دوی له جګړې او مخالفته د خپلې بیزارۍ په اعلانولو سره ژمنه کړې ده، چې نور به د کابل ادارې لپاره هیڅ ډول فعالیت نه کوي.

‏2021‏/7‏/12