کابینې ۱۷مه غونډه د یو لړ پریکړو په کولو ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) د کابینې ۱۷مه غونډه چې د جمادی الاول ۱۸مه (د لېندۍ ۲۱مه) د ښاغلي رئیس الوزرا‌‌ء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو. د افغانستان اسلامي امارت کابینې په اوولسمه غونډه کې د آمو سیند د تخریباتو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) د کابینې ۱۷مه غونډه چې د جمادی الاول ۱۸مه (د لېندۍ ۲۱مه) د ښاغلي رئیس الوزرا‌‌ء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.
د افغانستان اسلامي امارت کابینې په اوولسمه غونډه کې د آمو سیند د تخریباتو د مخنیوي اړوند د طرحې جوړېدو په موخه پلاوی وټاکل وشو.

د کابینې دې ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ، د اوبو او نرژۍ، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو، د کانونو او پټرولیم وزارتونو او د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د آمو سیند د تخریباتو هر اړخیزه څېړنه وکړي او برابره شوې طرحه د کابینې غونډه کې شریکه کړي.
د پرېکړې له مخې طرحه کې د تخریب شويو او یا تر تهدید لاندې سیمو په نښه کول، د هغو سیمو په ګوته کول، چې جدي او عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري او د را منځته شویو تخریباتو د بیا رغونې او په راتلونکې کې د نورو تخریباتو د مخنیوي لپاره د اړینو تدبیرونو په پام کې نیول او د لګښتونو اټکل باید په پام کې نیول شوي وي.
همدارنګه د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې د کلیو د ملي سروې چارې پیل کړي او هغه کلي چې په مرکزي ډیټابیس کې تر اوسه ثبت شوي نه دي، د اړوندو اصولو له مخې ثبت او راجسټر کړي.
د کابینې دا ناسته چې تېره دوشنبه ترسره شوه، د خیر په دعا پای ته ورسیده.