کابل کې ۶۶۰۰ جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۴) د کابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت په ده سبز او پغمان ولسوالیو کې د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات وکړل. دغه هیئت د یادو شویو ولسواليو له سیمه ییزو مسوولینو سره وکتل او د هغوی په همکارۍ یې د غاصبینو او عامو […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۴)
د کابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت په ده سبز او پغمان ولسوالیو کې د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات وکړل.
دغه هیئت د یادو شویو ولسواليو له سیمه ییزو مسوولینو سره وکتل او د هغوی په همکارۍ یې د غاصبینو او عامو خلکو لخوا له غصب شویو ساحو څخه لیدنه وکړه او ورپسې يې یادې ساحې جي پي اس کړې او پولې یې معلومې کړې.
یاد شوي هیئت د ده سبز ولسوالۍ په خواجه چاشت کلي کې ۱۸۵۰ جریبه ځمکې امارتي تثبیت کړې چې زیاتې برخې یې سپینې دي او پر یوې لږې اندازې یې خلکو تاسیسات جوړ کړي.
دغه راز یاد هیئت، ددغې ولسوالۍ په ګل محمد کلي کې ۸۵۰ جریبه ځمکې امارتي تثبیت کړې چې لږ اندازه یې سپینه ده او پاتې یې د خلکو لخوا ودانې شوي دي.
دغه راز د کابل ولایت تخنیکي هيئت، د پغمان ولسوالۍ په بیلابیلو ساحو کې ۳۹۰۰ جریبه ځمکې امارتي تثبیت کړې چې زیاته اندازه یې تشې او سپینې دي. یاد هیئت د یادو شویو ځمکو له ټولو متصرفینو څخه قانوني سندونه وغوښتل او هغوی ته یې معلوماتي استعلامونه هم وویشل.