د روسیې سفیر د هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۴) نن په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل. په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او هراړخیزو همکاریو مفصلې خبرې وشوې. د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې افغانستان […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۴)
نن په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او هراړخیزو همکاریو مفصلې خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې افغانستان لېواله دی له روسیې سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي. همداراز متقي صاحب ښاغلي ژیرنوف ته وویل چې افغانستان کې ښه امنیت راغلی او له نېکه مرغه اوسمهال په افغانستان کې جدي امنیتي ګواښ نه شته او نه هم له افغانستان څخه نورو هیوادو ته کوم ګواښ شته.
د روسیې سفیر هم په ورته ډول د دواړو هېوادونو پر نژدې اړیکو ټینګار وکړ او په راتلونکي کې يې په ګڼو برخو کې د دولتي پلاوو د تګ او راتګ په اړه تیاری وښوده.