کابل کې؛ د (بیت المقدس جومات) د سمبول شاوخوا کتارو د نصب کولو چارې بشپړې شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۲) د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ په څلورلاره کې، د (بیت المقدس جومات) د تاریخي او اسلامي سمبول د خوندي ساتلو په موخه، د یاد سمبول شاخوا کتارو د نصب کولو چارې، چې څه موده مخکې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له خوا پیل شوې وې بشپړې شوې. کابل […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۲) د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ په څلورلاره کې، د (بیت المقدس جومات) د تاریخي او اسلامي سمبول د خوندي ساتلو په موخه، د یاد سمبول شاخوا کتارو د نصب کولو چارې، چې څه موده مخکې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له خوا پیل شوې وې بشپړې شوې.
کابل ښاروالۍ د ښار د آبادولو، د ښکلا سمبولونو جوړولو، د تاریخي، فرهنګي، اسلامي میراثونو او داصیل افغاني او اسلامې فرهنګ د خوندي ساتلو په موخه، بیلا بیل پلانونه تر لاس لاندې لري چې پړاو په پړاو به پلي شي. دغه اسلامي سمبول چې (۱۷) متر مربع مساحت او (۹) متره لوړوالی لري، تیر کال په بنسټیزه توګه جوړ شو، چې پر یو وخت د(۱۷۰) تنو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.