کابل ښار کې؛ د میوې او سبزۍ مارکیټ له بت خاک څخه بګرامیو ته ولیږدول شو

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د دوه ویشتمې ناحیې اړوند په بت خاک څلورلارې کې د میوې مارکیټ په رسمي توګه د شپاړلسمې ناحیې اړوند د بګرامیو منډه يي سیمې ته چې د سوداګرۍ لپاره یو مناسب ځای بلل کیږي، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او ګڼ […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د دوه ویشتمې ناحیې اړوند په بت خاک څلورلارې کې د میوې مارکیټ په رسمي توګه د شپاړلسمې ناحیې اړوند د بګرامیو منډه يي سیمې ته چې د سوداګرۍ لپاره یو مناسب ځای بلل کیږي، د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او ګڼ شمېر سوداګرو په ګډون ولیږدول شو.
په یادو مراسمو کې د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال وویل چې، دا کار د ښاري نظم د ساتلو، د بوختیاو د خوندیتوب، د پانګه اچونې د ودې او د ښاري پلانونو د پلي کولو په موخه ترسره شو.
د بګرامیو په منډه يي کې چې ۱۷۳ جریبه ځمکه په بر کې نیسي ۳۳۰۰ دولتي هټۍ شته؛ چې د میوې او سبزۍ پلورونکو لپاره یو مناسب ځای بلل کیږي او کابل ښاروالي به په یاده سیمه کې لا ډیرې آسانتیاوې رامنځته کړي.
ښاغلي سجستاني زیاته کړه چې، په یاده منډه یي کې ۴۸۰ هټۍ د بت خاک څلورلارې میوه او سبزۍ پلورونکو ته په نظر کې نیول شوې دي او په راتلونکې کې به دا کچه لوړه کړي.
په یاده سیمه کې ۳۷۰ هټۍ له پخوا د بګرامیو منډه يي علافانو ته ویشل شوې وې او ټاکل شوې ده چې، نور فعالیت کوونکي هم یادې منډه يي ته ولیږدول شي، څو له دې منډه يي چې ملي شتمني بلل کیږي، غوره ګټه واخیستل شي.
کابل ښاروالي پلان لري، چې د خصوصي سکټور په مرسته د بګرامیو په منډه يي کې یوه سړه خونه هم جوړه کړي.
د شپاړلسمې ناحیې رئیس محمد عارف کمالي وویل چې، هټۍ د کابل ښاروالۍ ملکیت دی. د نوموړي په وینا دا هټۍ چاته د تل لپاره نه دي ورکړل شوې، بلکې یوزاې د کسبه کارانو او متشبیثینو لپاره یې کرایې تثبیت شوې دي.
هټیوالو ته شل ورځې وخت ورکړل شوی وو، څو خپل هټۍ فعاله او عملا کار پیل کړي، کنه له دې پرته به یې هټۍ نورو کسانو ته وویشل شوې او کرایې به ورته تثبیت شي.
هېڅ څوک نشي کولای د کابل ښاروالۍ هټۍ چاته کرایه او ګروۍ ورکړي او یا یې وپلوري.