کابل ښاروال د پل سوخته له سیمې لیدنه وکړه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۸) د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د پنځمې او شپږمې ناحیې اړوند د پل سوخته له سیمې څخه لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې د ښاري نظم د درک او په دې برخه کې د اصلاحي پروګرام د پلي کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې. د کابل ښاروال مسوولينو ته وويل، چې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۸) د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د پنځمې او شپږمې ناحیې اړوند د پل سوخته له سیمې څخه لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې د ښاري نظم د درک او په دې برخه کې د اصلاحي پروګرام د پلي کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د کابل ښاروال مسوولينو ته وويل، چې په لومړي ګام کې دې ژر تر ژره د کلونو کلونو کثافات له سيمې څخه ليرې شي.
د پل سوخته د ځينو تاسيساتو ترميم او د پله شاوخوا رنګول او په دې برخه کې د زرغونو سیمو د پراختيا لپاره لازم تدابير نيول شوي دي.
د کابل ښاروال ډاډ ورکړ، چې له دغه ځای څخه د ناوړه استفادې د مخنیوي او د تګ راتګ د آسانتیا په موخه به هیوادوال ډیر ژر مثبت بدلون وویني.
د کابل ښاروال ټینګار وکړ، چې له دې وروسته به په دې سیمه کې په نشه یي توکو روږدي او بې کفایته کسان او نور ښاري ناخوالې نه وي.
د هټیو، لیني موټرو تمځایونو او غرفو مالکانو ته خبر ورکړل شو ترڅو د عمومي سړکونو او پلو لارو د بندښت لامل و نه ګرځي.