کابل ښاروالۍ، له وزیر اکبرخان تر قلعه موسی پورې د یوه سړک قیر چارې پیل کړې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۷) د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر د څارنې لاندې له وزیرمحمد اکبرخان تر قلعه موسی د نښلوونکي سړک د یوې برخې قیر چارې پیل شوې. د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال مسئولانو ته د چارو د کیفیت، دقت او چټکتیا په […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۷) د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر د څارنې لاندې له وزیرمحمد اکبرخان تر قلعه موسی د نښلوونکي سړک د یوې برخې قیر چارې پیل شوې.
د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال مسئولانو ته د چارو د کیفیت، دقت او چټکتیا په اړه ځانګړې لارښوونې وکړې.
یاد سړک ( ۱۰۸۴ ) متره اوږدوالی او ( ۲۰ ) متره پراخوالی لري چې، د لښتیو، استنادي دیوالونو او نورو برخو په ګډون یې چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پر مخ وړل کیږي.