کابل ښاروالي، له غصب څخه د ۵۶ جریبه ځمکې د مخنیوي اقدام وکړ

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۹) د کابل ښاروالي، د ښاري نظم ګډ کمیسیون له لوري د ۵۶ جریبه ځمکې له غصب او د لسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې له ودانیزو سرغړونو څخه د مخنیوي په موخه اقدام وشو. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب وویل چې، یو شمېر غاصبانو او فرصت غوښتونکو په تېرو کلونو کې […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۹)
د کابل ښاروالي، د ښاري نظم ګډ کمیسیون له لوري د ۵۶ جریبه ځمکې له غصب او د لسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې له ودانیزو سرغړونو څخه د مخنیوي په موخه اقدام وشو.
د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب وویل چې، یو شمېر غاصبانو او فرصت غوښتونکو په تېرو کلونو کې په بېلابېلو پلمو د لسمې ناحیې اړوند د اریا ( هوشمند) ښارګوټي دریمې برخې ته څېرمه د ۵۶ جریبه ځمکې په غصب لاس پورې کړی وو، چې تر پېژندلو وروسته په غصب شوې ځمکه کې جوړ شوي ناقانونه تاسیسات ویجاړ شول.
په همدې توګه د اریا ښارګوټي دریمې برخې ته نږدې هغه ښاریانو ته چې خپلسري کورونه یې جوړ کړي دي، وخت ورکړل شو، څو هرڅه ژر دولتي ملکیتونه پرېږدي، کنه له دې پرته به ورسره جدي قانوني چلند وشي.
دغه راز په بي بي روقیه کوچه کې یو کس چې، د څو ناقانونه ودانیو په جوړولو یې لاس پورې کړی وو، خپلسري جوړ کړي تاسیسات یې ویجاړ شول.
په همدې توګه د تایمني د ۱۲ سړک په اوږدو کې سرې میاشتې ته څېرمه دوه بسوې یو استملاکي کور هم تر پېژندلو وروسته ویجاړ شو.
کابل ښاروالي د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو او له ودانیزو سرغړونو څخه د مخینوي په برخه کې جدي اقدام کوي او هېڅ غاصب او فرصت غوښتونکي ته اجازه نه ورکوي، چې له دولتي ځمکو او عامه ملکیتونو ناسمه ګټه پورته کړي او یا له جواز سره په ټکر کې ودانۍ جوړې کړي.