کابل ښاروالي، د کوټه سنګي هوايي پله ته مخامخ د زرغونې سیمې د جوړولو چارې پیل کړې

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۴) د پنځمې ناحیې اړوند د کوټه سنګي هوايي پله ته مخامخ د ۱۰۵ مترو په اوږدوالي او ۷ متره پراخوالي د زرغونې سیمې د جوړولو چارې چې، مخکې غصب شوې وه پیل شوې. د پنځمې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزی وايي چې، له دې وړاندې یو شمېر فرصت غوښتونکو له دې سیمې څخه […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۴)
د پنځمې ناحیې اړوند د کوټه سنګي هوايي پله ته مخامخ د ۱۰۵ مترو په اوږدوالي او ۷ متره پراخوالي د زرغونې سیمې د جوړولو چارې چې، مخکې غصب شوې وه پیل شوې.
د پنځمې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزی وايي چې، له دې وړاندې یو شمېر فرصت غوښتونکو له دې سیمې څخه ناوړه ګټه پورته کوله.
د نوموړي په وینا د نقشې له مخې، د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د یادې سیمې د جوړولو چارې پیل شوې دي، چې تر جوړېدو وروسته به پکې د نیالګیو کېنولو سربېره چمن هم وکرل شي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې، د زرغونې سیمې شاوخوا دکټارو نصبول هم په پام کې نیول شوې دي.