کابل ښار؛ د پنجصد فامیلو څلورلارې زرغونې سیمې پراخه کیږي

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۵) د زرغونتیا پلان پلي کولو په موخه د پنجصد فامیلو څلورلارې شمال خواته څه باندې دوه جریبه ځمکه له ښاري بې نظمیو او خنډونو پاکه شوه. د یولسمې ناحیې رئیس حافظ مرجان وویل چې، په یادو عملیاتو کې له دې سیمې (۲۵۰) غرفې را ټولې او ولیږدول شوې او یو شمېر ناقانونه […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۵)
د زرغونتیا پلان پلي کولو په موخه د پنجصد فامیلو څلورلارې شمال خواته څه باندې دوه جریبه ځمکه له ښاري بې نظمیو او خنډونو پاکه شوه.
د یولسمې ناحیې رئیس حافظ مرجان وویل چې، په یادو عملیاتو کې له دې سیمې (۲۵۰) غرفې را ټولې او ولیږدول شوې او یو شمېر ناقانونه تاسیسات ویجاړ شول.
نوموړي زیاته کړه چې، د دې سیمې هسک او ټيټ ځایونه برابر شول او د زرغونتیا پلان پلي کولو ته چمتو شوه.
ورته مهال د یولسمې ناحیې د ښاري پراختیا آمر فریدالله رامکي وویل چې، ټاکل شوې ده د کابل ښار د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه د یولسمې ناحیې بېلابېلې زرغونې سیمې چې اوس مهال ترې ناوړه ګټه پورته کیږي، له ناقانونه تاسیساتو پاکې شي.
له ښاریانو هیله کیږي چې، له دولتي ځمکو او تر پلان لاندې سیمو څخه خپل تاسیسات په خپله پاک او ولیږوي، کنه له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي.