کابل ښار؛ ‏د نهمې ناحیې د ګذر اوسېدونکو په شخصي لګښت خپلې کوڅې کانکریټ کړې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۷) د نهمې ناحیې د دیارلسم ګذر اوسیدونکو په خپل شخصي لګښت خپلې کوڅې کانکریټ کړې دي،چې د کابل ښاروالۍ مشرتابه د دوی دا نیک کار ستايي. د نهمې ناحیې رئیس حافظ حیات الله حیات وویل چې، د نهمې ناحیې د یاد ګذر د وکیل په هڅو سره د (۲۷۰۰) مترو په […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۷) د نهمې ناحیې د دیارلسم ګذر اوسیدونکو په خپل شخصي لګښت خپلې کوڅې کانکریټ کړې دي،چې د کابل ښاروالۍ مشرتابه د دوی دا نیک کار ستايي.
د نهمې ناحیې رئیس حافظ حیات الله حیات وویل چې، د نهمې ناحیې د یاد ګذر د وکیل په هڅو سره د (۲۷۰۰) مترو په اوږدوالي کوڅې په بنسټیزه توګه کانکریټ شوې دي.
دغه راز د سیمې اوسېدونکي هڅول شوي څو د خپلو کورونو دېوالونه په خپله رنګ کړي، چې له نیکه مرغه د یاد ګذر ډیری اوسېدونکو دا کار کړی دی.
د نهمې ناحیې د رئیس په وینا ، ددیارلسم ګذر اوسیدونکي د ښاري خدمتونو د محصول په ورکولو کې هم مخکښ دي، چې د دوی دا کار هم د ستایلو وړ دی.
د یاد ګذر اوسیدونکي پلان لري، څو د یوالي پر بنسټ د یوې شنې سیمې او پارک د جوړولو په برخه کې هم خپله ونډه پرځای کړي.