کابل ښار؛ د ملک اصغر څلورلاري د بیارغونې چارې روانې دي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري او د پامیر شرکتونو ډلې په مرسته، د ملک اصغر څلولارې د بیارغونې چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د ښار په دې مرکزي برخه کې د ډیزاین له مخې، د ښکلا یو سمبول په بنسټیزه او […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري او د پامیر شرکتونو ډلې په مرسته، د ملک اصغر څلولارې د بیارغونې چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، لاهم روانې دي.
د ښار په دې مرکزي برخه کې د ډیزاین له مخې، د ښکلا یو سمبول په بنسټیزه او معیاري توګه د جوړېدو په حال کې دی.
د سمبول سربېره د یادې څلورلارې د بیارغونې په دې پروژه کې، د اوبو د فوارو او د شنو سیمو جوړول، د زینتي بوټو کینول، د څراغونو نصب او د جدولونو او کټارو جوړول هم شامل دي، چې د دې سمبول په جوړېدو سره به د ښار په ښکلا کې زیاتوالی راشي.
ښاري ښکلا کولای شي د ښاریانو په رواني لید کې غوره بدلون راولي، له همدې کبله تر اوسه د کابل ښاروالۍ له لوري په ۲۰ څلورلارو کې د ښاري ښکلا پروګرام پلی شوی دی.