کابل والي د ترکیې هیواد له سفیر سره ناسته وکړه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۵) د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد په خپل کاري دفتر کې د ترکیه هیواد له سفیر ښاغلي جهاد ارګینا او استازو سره په کتنه کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو سره د غمشریکۍ ترڅنګ د ترکیه او افغانستان په تاریخي اړیکو او افغانانو سره د ترکیه حکومت او خلکو د مرستو په […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۵) د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد په خپل کاري دفتر کې د ترکیه هیواد له سفیر ښاغلي جهاد ارګینا او استازو سره په کتنه کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو سره د غمشریکۍ ترڅنګ د ترکیه او افغانستان په تاریخي اړیکو او افغانانو سره د ترکیه حکومت او خلکو د مرستو په تړاو څرګندونې وکړې او د همکاریو پراختیا هیله یې وکړه.
دغه راز کابل والي د ترکیې پانګوالو هڅونې سربېره د ښوونې او روزنې په برخه کې د ترکیې هېواد همکارۍ د قدر وړ بللې او د افغان ـ ترک ښوونځیو په وسعت او همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
په پای کې محترم سفیر هیله څرګنده کړه چې دتیرې زلزلې له امله د زیانمن شویو ساحو بیا رغونه کې دنورې نړۍ په څیر د ا.ا.ا ملاتړ اړین دی.