کابل: سروبي کې ۵ قرارګاوې تخلیه ، ۵۱ عسکر له مجاهدینو سره یو ځای شول

د فتحو او بریاو په دوام پرون ماښام د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند جګدلي سیمه کې د سیلاب په نوم د مزدور دښمن په مهمه پوسته برید وشو، چې پر مهال یې ۶ مزدور عسکر ووژل شول. وروسته په یاده سیمه کې د جګدلي د لوی بیس شاوخوا ۴۰ عسکر د دعوت او ارشاد […]

د فتحو او بریاو په دوام پرون ماښام د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند جګدلي سیمه کې د سیلاب په نوم د مزدور دښمن په مهمه پوسته برید وشو، چې پر مهال یې ۶ مزدور عسکر ووژل شول.

وروسته په یاده سیمه کې د جګدلي د لوی بیس شاوخوا ۴۰ عسکر د دعوت او ارشاد کمیسیون د بلني په قبلولو سره مجاهدینو ته راغلل چې له کبله یې ۵ غټي قرارګاوې او د مجاهدینو لاسته ورغلې.

همداراز تر ۵۰ میله پوري مختلف النوع وسله او په لویه اندازه مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

له بلې خوا د فرمان بیګ سیمه کې له مزدور دښمن سره نښته شوې، چې پرمهال یې ۷ مزدور عسکر وژل شوي او ۱۱ نور له ۱ ټانک او ۲۰ میله وسلې سره ژوندي نیول شوي دي.

دغه رنګه پرون مازدیګر سیمې ته په راغلو ګوډاګیانو کمین برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۱ ایم بي ټانک ، ۲ ایم ۱۶ ټوپک، ۱ مین پاک او ګڼ مهمات نیول شوي دي.

‏2021‏/7‏/11