کابل: خوشال خان مینه کې‏ د دوو نښلوونکو سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند خوشحال خان مېنې په (ب او ج) برخوکې د ژمنیو تدابیرو په پام کې نیولو سره، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د دوو نښلوونکو سړکونو د جوړولو چارې روانې دي. د یادې سیمې په (ج) برخه کې د(۱۰۵۰) […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند خوشحال خان مېنې په (ب او ج) برخوکې د ژمنیو تدابیرو په پام کې نیولو سره، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د دوو نښلوونکو سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.
د یادې سیمې په (ج) برخه کې د(۱۰۵۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) متر پراخوالي سره د یوه سړک چارې چې، د شیرولي وردګ سړک له قلعه وزیر سیمې سره نښولي، (۹۰) سلنه مخ ته تللې دي.
همدا راز د ددې سیمې په (ب) برخه کې د (۹۵۱) مترو په اوږدو او (۳۰) متر پراخوالي سره د یوه بل نښلوونکي سړک د جوړولو چارې، چې د قمبر څلورلارې ته مخامخ سړک د کمپنۍ له سړک سره نښلوي، (۲۰) سلنه مخ ته تللې دي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه پلاوی او کارکونکي هڅه کوي څو د دغو سړکونو د جوړولو چارې ډير ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادولو وړ ده چې، د دغو سړکونو په جوړیدو سره به له یوې خوا په یادو سیموکې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت و مومي او بل خوا به ښاریانو ته ټولنیزې آسانتیاوې هم رامنځته شي.