ښار په دوه مهمو سیمو کې له څراغونو جوړ د تونل په بڼه د ښاري ښکلا سمبولونه نصب شول

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۲) د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست په هڅو، د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د ښاري ښکلا دوه له څراغونو جوړ شوي تونل ته ورته سمبولونه د شهرنو پارک او مطبعې څلورلارې په سیمو کې نصب شول. دغه تونلونه ۱۲ او ۱۶ متره اوږدوالی لري چې، په رنګ رنګ څراغونو ښکلي شوي […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۲)
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست په هڅو، د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د ښاري ښکلا دوه له څراغونو جوړ شوي تونل ته ورته سمبولونه د شهرنو پارک او مطبعې څلورلارې په سیمو کې نصب شول.
دغه تونلونه ۱۲ او ۱۶ متره اوږدوالی لري چې، په رنګ رنګ څراغونو ښکلي شوي دي.
دې کار ښاري ښکلا نوره هم زیاته کړې او د ښاریانو لخوا یې تود هرکلی شوی دی.
د ښار په بېلابېلو برخو کې د ښاري ښکلا سمبولونو په جوړېدو سره د خلکو په رواني لید کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی دی.
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست پلان لري چې، د روژې مبارکې میاشتې او اختر په مناسبت، د ښار په نورو مهمو سیمو کې هم د ښاري ښکلا پروګرامونه پلي کړي، څو د ښاریانو د خوښۍ لامل وګرځي.