پکتیکا کې؛ د ۱۸ کیلو مټره سرک د جغل اچولو چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۴) د پکتیکا ولایت د ټولګټو چارو ریاست له لورې د شرنې ختیځ لورته اتلس کیلو مټره حلقوي سرک د جغل اچولو چارې روانې شوې، چې د اورښت په مهال به د لوي موټرونو تک راتک ستونزمن وو او ډرایوران یې له زیاتو ستونزو سره مخامخ وو. د پکتیکا والي الحاج مولوي عبدالله […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۴)

د پکتیکا ولایت د ټولګټو چارو ریاست له لورې د شرنې ختیځ لورته اتلس کیلو مټره حلقوي سرک د جغل اچولو چارې روانې شوې، چې د اورښت په مهال به د لوي موټرونو تک راتک ستونزمن وو او ډرایوران یې له زیاتو ستونزو سره مخامخ وو.

د پکتیکا والي الحاج مولوي عبدالله مختار وویل، له دې سره به په ښار کې د لویو موټرو تګ راتک کم شي او بل لورته به د ښاریانو لپاره سهولت وي او د لویو موټرونو د ګڼې ګوڼې نه به ښاریان او عام خلک په امان کې وي.

د ټولګټو چارو ریاست رئیس مولوي محمد اکبر عادل وویل، د شرنې ختیځ لورته اتلس کیلو مټره حلقوي سرک چارې عملآ روانې شوې، چې دغه سرک به د لوي موټرونو لپاره مناسب وي، یو لورته به د لويو موټرونو ډرېوران په ډاډه زړه سره تګ کوي او بل لورته به د شرنې ښاریان د لویو موټرونو د ګڼې ګوڼې نه خلاص وي.
مولوي عادل وویل، په دغه حلقوي سرک درې میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ولایت مقام له لورې ورکول کېږې، او د ټولګټو چارو ریاست له لورې به یې د خپلې ماشينرې په ذریه چارې مخکې وړل کېږې.
د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو چارو ریاست له لورې څو اوونۍ مخکې یوولس پلچکونه ګټي اخېستنې ته سپارل شوي و،چې موټر چلوونکي او عام خلک یې د کارونو د منظموالي او ښه کیفیت جوړونو نه خوشاله دي.