پکتیکا: د دیارلس میلیونه افغانیو په لګښت د یوه فرعي سرک جوړېدو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه ښار کې د یوه فرعي سرک چارې نن د پکتیکا والي، له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوې. د ښار لوېدیځې څنډې ته د غزني او کټواز عمومي سرکونو نښلونکي سرک د جوړېدو چارې نن رسمآ پیل شوې چې د دې ولایت څو تنو شخصي تجارانو له […]

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه ښار کې د یوه فرعي سرک چارې نن د پکتیکا والي، له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوې.
د ښار لوېدیځې څنډې ته د غزني او کټواز عمومي سرکونو نښلونکي سرک د جوړېدو چارې نن رسمآ پیل شوې چې د دې ولایت څو تنو شخصي تجارانو له لوري د ښاروالي ریاست په بشپړې همکارۍ په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
د سرک جوړېدو د پیل په مراسمو کې د پکتیکاوالي تر څنګ، د ښرنې ښاروال، بېلا بېلو ملکي ادارو مسؤولینو او د ښرنې تجارانو برخه لرله.
د پکتیکا والي الحاج مولوي عبدالله مختار وویل: د ا.ا.ا ژمن دی چې د دې ولایت بېلابېلو سیمو کې د نورو برخو تر څنګ د پراختیا او بیارغونې په برخو کې د ولس له غوښتنو سره سم د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته کړي. ښاغلي مختار په خپلو خبرو کې دغه نوی جوړېدونکی سرک د ((پرمختګ سرک ))په نوم ونومول او زیاته یې کړه چې له دې وروسته به په ګډه د دې ولایت پرمختګونو، لا بډاینې او سمسورتیا لپاره کړنې ترسره کوو.
د ښرنې ښاروال مولوي محمد ناصر هلال وویل: د ماموریت له پیله تر نن پورې په دې هڅه کې دی چې د ښاري پلان اړوند سیمو کې د پکتیکا والو له غوښتنو سره سمې کړنې ترسره کړي.
هلال زیاته کړه: که د پکتیکا تجاران یې ملتیا وکړي نو ډېر ژر به دغه ورکوټي ښار ته ښکلا او پراختیا ورکړي.
یاد سرک ته نېږدې د مارکېټونو مالکین بخت محمد، عبدالوکیل، محمد اظغر، محمد الله او زمزم چې د دې سرک جوړولو ته یې مټې بډوهلې وایي: د دوو میاشتو په موده کې به د کټواز او غزني عمومي سرکونو نښلونکي سرک چارې د دیارلس میلیونه افغانیو په لګښت، په پاخه او اساسي ډول، د اسیا ارګونوال قراردادي شرکت له لوري په سم او لوړ کیفیت پشپړوي.
بل لو