پکتیا: پر ۴۰۵۰ بېوزله کورنیو خوراکي توکي و وېشل شول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۴) د بشري مرستو په لړ کې د پکتیا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د (AWCPO) مؤسسو له لوري د پکتیا ولایت په میرزکې او جانیخېلو ولسوالۍ کې پر ۴۰۵۰ بېوزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول. په دغه مرسته کې […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۴) د بشري مرستو په لړ کې د پکتیا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته د (AWCPO) مؤسسو له لوري د پکتیا ولایت په میرزکې او جانیخېلو ولسوالۍ کې پر ۴۰۵۰ بېوزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

په دغه مرسته کې هرې کورنۍ سره ۵۰ کیلو اوړه ، ۴.۵۵ کېلو غوړي ، ۶.۲۵۰ کېلو دال او یو پاکټ مالګه مرسته وشوه.
په پکتیا ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د بشري مرستو څخه د ښۀ تطبیق په موخه نظارت ترسره کوي او ولسونو ته ډاډ ورکوي چې په منظم ډول به دغه چاره ترسره کوي او تر مستحقو کورنيو به بشري مرستې ور رسوي.
آش