پکتیا: مرکز ګردیز کې د اوبو رسونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۶) دغه پروژه چې (۹۲۷۰۰۰) افغانۍ لګښت پرې راغی د یونیسف په مالي همکارۍ د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست لۀ لوري د مرکز ګردیز اړوند په حلیمه خزان لېسه کې تطبیق شوه. د پکتیا دکلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي میرزاجان صادق چې د پروژې د ګټې اخیستنې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۶) دغه پروژه چې (۹۲۷۰۰۰) افغانۍ لګښت پرې راغی د یونیسف په مالي همکارۍ د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست لۀ لوري د مرکز ګردیز اړوند په حلیمه خزان لېسه کې تطبیق شوه.
د پکتیا دکلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي میرزاجان صادق چې د پروژې د ګټې اخیستنې پۀ مراسیمو کې یې هم برخه اخیستې وه وایي چې په دې پروژه کې یوه ژوره د اوبو څاه ، (۱۵۰۰) لېتره د اوبو ذخیره کولو ټانکۍ، د لاس مینځلو (۱۸) نلکۍ او د ۱۲ بابه تشنابونو ترمیم شامل و.

په حلیمه خزان لېسه ۲۴۰۰ زده کوونکي زده کړې تر سره کوي، چې (۴۰۰) یې هلکانو او پاتې نور یې انجونې دي، د دې لېسې مسئولین وایي چې پخوا تر دې یې د څښاک پاکو اوبو ته د زده کوونکو لاس رسئ سخت و او هم یې د تشنابونو د خرابوالي له امله د حفظ الصحې ستونزې درلودې ، دوي چې د پروژې تطبیق ته خوښ دي د راتلونکي لپاره د یادې پروژې د حفظ او مراکبت ډاډ ورکوي.
د یادونې ده چې د یادې پروژې د ګټې اخیستنې